راپورونه وايي تمه ده هغه مهم تجارتي لار، چې افغانستان د ایران له لارې سمندر او بيا نړۍ سره وصلوي د راتلونکي ۲۰۱۶ زېږديز کال په ډسمبر میاشت کې پرانیستل شي.
د هندي لوړ پوړو چارواکو په وينا د افغانستان له پاره دغه مهم تجارتي بندر د رغونې قرارداد به په درېیو میاشتو کې لاسلیک شي.
د هندوستان رسنيو د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزير نيتين ګډکاري له قوله ليکلي، چې د چاه بهار بندر به د راتلونکي عیسوي کال په پای کې بشپړ او عملاً به ګټې اخيستنې ته و سپارل شي.
د یاد هېواد د ټرانسپورت، لویو او مواصلاتي لارو وزیر ګډکاري د هند "پرس ټرسټ اف انډیا" خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه مهم تجارتي بندر پر رغونه څه باندې ۸۵ میلیونه ډالر لګښت راځي.
هغه زياتوي، چې د دغه لګښت وروسته به په چاه بهار بندر کې اوسني تاسيسات د کانټینرونو او تجارتي مالونو په ګدام واړول شي.
د اقتصادي کارپوهانو په وينا که د چاه بهار بندر په فعالیت پېل وکړي، نو د اسلام اباد پر تجارتي لار به د هېواد تکيه را کمه کړي او ترڅنګ به يې د منځنۍ اسیا بازارونو او خلیج ته د هند د صادراتو لګښت او وخت به يې تقریبا ۳۰ سلنه راکم کړي.

هندوستان شاوخوا يوه میاشت وړاندې د امریکا د بنديزونو خلاف له ایران سره د تجارتي اړيکو د ټينګولو په موخه د چاه بهار بندر د رغونې تړون لاسلیک کړ.
یاده دې وي، چې امريکا د ایران سره د اټومي وسلو په باب د تېرو څو کلونو راهیسې ناندرې وهي، چې باید د دغه هېواد اټومي فعاليت بند شي، ځکه د امريکا په وينا د ایران دغه کړنه سوله ییزه نه ده.
پر ایران يې سوداګريز بندیزونه ولګول او له خپلو ټولو متحدو هېوادونو يې وغوښتل، چې د امريکا سره په یو غږ د ایران سره تجارتي راکړه ورکړه بنده کړي یا بیخي کمه کړي.
په دغو متحدانو کې يو هم هند و، خو نوی ډهلي هغه مهال د ایران سره دغه تجارتي معامله وکړه، چې کله چين د دغه هېواد سخت رقیب پاکستان سره د ۴۳ ميليارډو ډالرو په ارزښت يو تجارتي دهلیز جوړولو تړون لاسلیک کړ.
د ويلو ده، چې د یاد تجارتي بندر د جوړولو تړون په ۲۰۰۳ م زېږدیز کال کې د هند د پخواني لوړمړي وزیر اتل بهاري واچپايي حکومت لاسلیک کړی و او ليدل کيږي، چې دغې تجارتي لارې باندې د پاکستان سره د اقتصادي توازن برابرولو په موخه اوس عملي کار پېل کوي.