د ځغاستې نړیوال اتل اوسین بولټ د المپیک پیلیدو وړاندې ټپي شو

د برازیل په (ریو) ښار کې پیلیدونکو سترو المپیک سیالیو کې د ځغاستې نړۍ اتل "جمیکایي اوسین بولټ" لوبیدل د "ورون" د ټپونو له کبله شکمن ښکاري.

د (انډیا ټایمز) ورځپاڼې د راپور له مخې، د ځغاستې نړۍ چټک لوبغاړی اوسین بولټ د ورون ټپونو له کبله د جمیکا په وروستي پړاو ټاکنیزو ملي سیالیو کې ګډون ونه کړای شو.

ټاکل شوې وه، د ځغاستې نړۍ چټک لوبغاړي جمیکایي اوسین بولټ په خپل هیواد کې د ۱۰۰ میترو په ځغاستې وروستۍ ټاکنیزه سیالۍ کې ګډون کړي وای، خو له نیمه پای لوبې وروسته ټپي شو.

ویل کیږي، چې د اوسین بولټ په پښه (ورون) کې بریخ پیدا شوی او له پای سیالۍ څخه لاس په سر شو.

داسې ویره هم ښودل شوې ده، چې ښایي اوسین بولټ د ۲۰۱۶ م ز کال برازیل په سترو المپیک نړیوالو سیالیو کې هم ګډون و نه شي کړای، خو په دې اړه رسمي پریکړه نه ده شوې.

ټاکل شوې ده، چې  د برازیل سترې المپیک سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې د نړۍ د زرګونه لوبغاړو ترمینځ په (ریو) ښار کې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسین بولټ د ۲۰۰۸ م ز کال (بیجینګ) او دغه راز د ۲۰۱۲ کال (لندن) المپیک سیالیو څخه په ۱۰۰ ، ۲۰۰ او ۴۰۰ میترو واټن کې د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

تراوسه د المپیک په تاریخ کې داسې نه دي شوي، چې یوه لوبغاړي درې ځلې د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلي وي.

اوسین بولټ د دغه تاریخ جوړولو چانس لري، خو تر ټولو مهمه داده، چې د نوموړي ټپونه ډير ژور نه وي او وکولای شي د برازیل المپیک سیالیو ته تیار شي.

په همدې حال کې په جمیکا هیواد کې دننه او بهر مینه وال په دې تمه او دعا دي، چې د دوی ستوری لوبغاړی اوسین بولټ د برازیل المپیک سیالیو کې ګډون وکړي او یو ځل بیا د سرو زرو مډال وګټي.

ویل کیږي، چې د خپل هیواد په کچه د ټاکنیزو سیالیو څخه پاتې کیدو سره سره بیا هم اوسین بولټ په روغیدو سره کولای شي په برازیل المپیک سیالیو کې لوبې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام