د پکتيا امنيتي چارواکي او سرتېري وايي، چې د مرکزي ادارې له لوري د يو مکتوب پر بنسټ د سرتېرو په معاشونو کې کموالی راغلی دی. دوی دا کار د ځېنو پولیسو پر روحیه منفي اغېز کوي.
په مکتوب کې د معاشونو د کمېدو لامل د ياد ولايت امنيتي حالت ښه کېدل او د ګواښونو د کچې ټيټېدل ښودل شويدي.
د دوی په معاشونو کې ۱۵۰۰ افغانۍ کموالی راغلی دی.
پکتيا کې امنيتي سرتېري وايي، مرکزي حکومت يې پهداسې حالاتو کې معاشونه کم کړي، چې پهدې موسم کې تر بل هر وخت جګړې زور اخيستی دی.
د دې ولایت یو سرتېر توریالی وايي، د دې پر ځای چې د امنيتي حالت د ښه کېدو له امله تشويق شي؛ جزايي برخورد ورسره کېږي. دی اندېښنه ښيي، چې له یوط خوا به لهدې کار سره له مجبورۍ نه د پولیسو لیکو ته راغلي ځوانان د پولیسۍ دنده پرېږدي او له بلې خوا به د ډېرو پولیسو روحیه کمزورې شي.
عبدالله د همدې ولایت بل پولیس وايي، چې په مرکز او ولسوالیو کې ټول سرتېرې پهدې خپه دي، چې په ښه کار سره یې معاشونو کې زیاتوالی نه، بلکې کموالی راغلی دی.
د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني د پوليسو د معاشونو د کمېدو خبره مني او د دې پرېکړې د بيا کتنې او بدلېدو غوښتنه کوي.
عبدیاني اندېښنه ښيي، چې په پکـتيا کې د مېړنيو پوليسو او امنيتي ځواکونو د سرښندنو په برکت حالات ښه شوي؛ خو د معاش کمېدل به د سربازانو په مورال منفي اغېز ولري. دی د امنيتي ځواکونو په استازيتوب له مقاماتو غوښتنه کوي، چې پهدې اړه له سره کـتنه وشي.
د پکـتيا د امنيتي حالت د ارزونې لهپاره د پاسوال نظامالدين دادخواه پر مشرۍ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوی رياست يو ګـډ پلاوی پکتیا ته تللی او ویلي یې دی، چې د پوليسو د معاشونو له کمېدو خبر شوي او پهدې اړه راپورته ناراضيتي به اړوندو لوړو مسولينو ته ورسوي.
د کـورنيو چارو وزارت د فرمان له مخې، د پکتيا په ګډون د څلورو ولايتونو د پوليسو معاشونه کم شوي او دليل یې دا ښودلی، چې پهدې ولايتونو کې د نورو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوی خو د پکـتيا په مرکز، شاوخوا سيمو او ولسواليو کې وسلهوال ډېر فعال دي او وخت ـ ناوخت په امنيتي ځواکونو او پوستو بريدونه کوي.