د پکتيکا ولايت د امنيت امر ووژل شو

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس بختيارګل همت وايي، د دې ولايت د امنيت امر سمونوال محمد اصف توخي د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

بختيارګل همت وايي، محمد اصف نن سهار شاوخوا لس بجې ومنې ولسوالۍ ته په لاره و چې د سړک غاړې ماين پرې چاودلی چې له کبله يې د امنيت امر وژل شوی او يو شمېر نور امنيتي کسان ټپيان دي، خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه‌لري.

د يادې پېښې په اړه تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې څه نه دي ويلي.

د يادولو ده چې پکتيا ولايت کې نن سهار نامعلومو وسله‌والو د مرکز ګردېز «تېرې ‌ښار‌ګوټي» کې د ياد ولايت د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال هم ووژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام