د افغانستان په پکتيا ولایت کې د ښځو چارو او پوهنې رياستونو مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې وروستيو کې ښوونځیو ته د تلونکو نجونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.
دوی وایي که څه هم د يو شمير کلتوري ستونزو له امله زیات شمیر نجونې نه شي کولی ښوونځيو ته لاړې شي، خو د نورو کلنو په توپير ورکې ښکاره زياتوالی ليدل کيږي.
د پکتيا د ښځو چارو ریيسې نسرين سحر سلام وطندار ته وويل، چې دا مهال ډېرې نجونې په مرکز ګردیز او ولسواليو کې ښوونځېو ته د زده کړو له پاره ځي.
د نوموړې په وينا، اوس کورنۍ خپلې نجونو ښوونځي ته د تګ له پاره تشویقوي.
نجونې زده کوونکې چې دا مهال په پوهنتون او ښوونځيو کې زده کړې کوي هم دا مني چې د يو شمير کورنيو ذهنونه روښانه شوي او خپلې لوڼې ښوونځيو ته په دې موخه لېږي چې څه زده کړې وکړي.
پروانه چې د پکتيا ولایت د ژورنالیزم د پوهنځي محصله ده وايي، د پخوا په پرتله اوس د نجونو له پاره ډېر د زده کړو زمينې برابرې شوي.
ګلابه وايي، اوس هغه پخواني خبرې نشته، چې پخوا به خلک نجونې درس ویلو ته نه پرېښودې.
د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين هم دا مني چې د نورو کلونو په پرتله په زيات شمير کې نجونې او هالکان یې کورنۍ زده کړو ته هڅوي او زده کړې کوي.
د پکتيا د پوهنې رياست د اسلامي تعلیماتو مرستيال قاري قسيم وایي، اوس يو سلو او۳۰ زره هلکان او شاوخوا ۵۷ زره نجونې په ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي.
د نوموړي په وينا، د زده کوونکو د زياتوالي لامل دادی چې تر ډېره د پوهنې په ارزښت اوس خلک پوهیدلي دي او اوس زیات شمېر اوسېدونکي په ولسواليو کې د نجونو د نويو ښوونځيو غوښتنه کوي.
که څه هم اوس په مرکز ګردېز کې د پخوا په پرتله زیات شمیر نجونې ښوونځيو ته ځي خو په ولسواليو کې د پوهنې رياست د امکاناتو او امنيت نشتوالي دغه بهير څه ناڅه ټکنی کړی دی.