د پچیراګام له‌پاره د طالبانو ولسوال او ګڼ وسله‌وال وژل شوي

ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د پچیراګام ولسوالۍ له‌پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ګڼ وسله‌وال وژل شوي‌دي

 حکومتي سرچینې وايي، دا عملیات بېګاه د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍ په خوګۍ سیمه کې شوي‌دي.

که څه هم د ننګرهار د ملي امنیت سرچینې په دغو عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ ښيي؛ خو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا وايي، یادو عملیاتو کې د پچیراګام له‌پاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ملامحمود په ګډون ۱۲ سرګروپان او وسله‌وال وژل شوي.

خوږیاڼی وایي، د تېرې شپې عملیاتو کې له طالبانو ځېنې درنې او سپکې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او دغه راز یو اندازه چاودېدونکي توکي یې هم د حکومتي ځواکنو له خوا شنډ شوي‌دي.

د ننګرهار ملي امنیت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عملیاتو پر مهال وژل شویو کې د پچیراګام له‌پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملامحمود چې په افتخار مشهور دی، قوماندان کامران، قوماندان لغمانی، حقیار چې په کوچي مشهور دی، سیدولي چې په صدیق‌الله مشهور دی، قوماندان ساجد لوګری، قومندان غشی او خنجری شامل دي.

ویل شوي، دغو عملیاتو کې حکومتي ځواکونو او ملکيان ته زیان نه‌دی اوښتی.

د خوږیاڼو ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، دا عملیات تېره شپه د دې ولسوالۍ د بربهار اړوند خوګۍ سیمه کې شوي چې د ځېنو قوماندانانو په ګډون په‌کې ۱۱ طالبان وژل شوي.

خو طالب ویاند ذبېح‌الله مجاهد د حکومت دا ادعا ردوي چې ګنې دې عملیاتو کې دې د هغوی سرکرده کسان وژل شوي‌وي.

ذبېح‌الله مجاهد سلام وطندار ته ویلي، بېګانیو عملیاتو کې یې درې ملګري وژل شوي او دوه ټپيان دي او دغه راز دغه جنګ کې ۱۱ حکومتي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي؛ خو حکومت بیا خپلې خوا ته مرګژوبله نه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام