د پوهنې وزارت د چټکو زده‌کړو له‌پاره د نوي نصاب کتاب چاپوي

 

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو معنیت د چټکو زده‌کړو نوی نصاب نن تایید کړ.

د دې وزارت د سواد زده‌کړو معین سردارمحمد رحيمي د یک‌شنبې په ورځ د سواد زده‌کړې د نوي تدریسي کتاب د مخکتنې په غونډه کې وویل، چې د سواد زده‌کړې پخوانی نصاب تر ډېره په متن څرخېد او یوازې د سواد زده‌کړې په متن او لیکنه تمرکز لرلو.

د رحيمي په خبره، نوی نصاب د لیکلو او لوستلو ترڅنګ د اقتصادي، مدیریتي او فني مهارتونو زده‌کړې له‌پاره هم ځای لري.

د معارف وزارت مسوولان وايي، د سواد زده‌کړو تازه کتابونه د زده‌کړو د نصاب په اساس، د پخواني تدریسي نصاب په ارزونې، د ګاونډيو هېوادونو د سواد زده‌کړې له نصاب ګټې اخیستنې، د زیات عمر او ځوانانو په اړه د سواد زده‌کړې په برخه کې تازه څېړنو او د زده‌کړو د کارپوهانو د مشورو په رڼا کې جوړ شوی دی.

دغه وزارت غواړي په روان زېږديز کال کې له ۲۳۰ زرو ډېر د سواد زده‌کړو شاګردان د نوي نصاب سره تر پوښښ لاندې ونیسي.

د قران، پښتو، دري، ریاضي زده‌کړو ترڅنګ د شاګردانو ارزول، او د استادانو له‌پاره لارښوونه د دې کتاب له ګټورو نوښتونو څخه ده، چې پر وینا یې د هېواد د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره یې چاپ کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام