نن د ګوزڼ لهمنځه وړلو سراسري پسرلني کمپاین پیل شو. د عامې روغتیا وزارت معین فدامحمد پیکان کابل کې یو خبري غونډې ته وویل چې پهدې کمپاین کې ۹،۹ میلیونو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کېږي. دا واکسین له پنځو کلونو نه د کمعمرو ماشومانو لهپاره دي.
فدامحمد پيکان وویل چې د دې کمپاین په لړ کې ۸،۹ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۵ کلونو پورې دي، د بدن مقاومتلوړولو په پار د A ویټامین کپسولونه هم ورکړي.
د پيکان په خبره، د سږکال ګوزڼ واکسین پسرلني کمپاین پرمهال ۶۸ زره کارکوونکي د واکسین په تطبیق کولو بوخت دي او د واکسین دغه څاڅکي د ۴۱ سردسېرو ولسوالیو پرته په ټول هېواد کې تطبیق کېږي.
د واکسینو د شروع له کمپاین سره هممهاله طالبانو د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ، د پکتیکا په ګومل، خیرکوټ او برمل ولسوالیو کې او داعشیانو د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د واکسینو پر کمپاین بندیز لګولی دی. خو د عامې روغتیا وزارت یوازې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د کمپاین د بندیز خبره مني.
عامې روغتیا وزارت اوسمهال د هغو ماشومانو لهپاره چې له کورنیو سره له ځایه بل ځای ته سفر کوي؛ د واکسین ۳۰۰ ډلې ګومارلې دي.