د پروان د برېښنا په وېش کې پراخ فساد شوی

که څه هم د برېښنا لرل د هر افغان حق او د حکومت مسوولیت دی، خو په پروان کې دا چار د برېښنا ریاست مسوولانو او د کلیو ملکانو ته په لنګه غوا بدله شوې ده.

سره له دې چې د برېښنا شرکت مسوولانو تېره په پروان کې د یوې خبري غونډې پرمهال د هر مېتر بیه له ۶ زرو تر ۶۳۰۰ افغانیو پورې ښودلې وه، خو د پروان اوسېدونکي وايي، د هر مېتر پر سر ترې ۹ زره افغانۍ اخیستل شوې دي.

د پروان د برېښنا شرکت رییس ناصر احمدي وايي، خلکو ته د فني خدمتونو وړاندې کول د برېښنا ریاست دنده ده او لګښت یې هم مالوم دی چې پر هرې پایې ۵ زره تر ۱۵ زره افغانۍ لګښت راځي.

خو د پروان اوسېدونکي چې اوس برېښنا ورته وېشل شوې وایي، هېڅ برېښنا خدمتونه ورته رسېدلي نه‌دي او د برېښنا پایې یې هم د کلیو ملکانو په لارښوونه خپله خښې کړې دي.

د هوفیان دښتې او میرعلم شهید کلي اوسېدنکیو سلام‌وطندار ته ویلي چې د سیمه‌ییز نامسووله وسله‌وال احمدشاه په فشار یې له کلي څو سوه متره لرې د پایو خښولو له‌پاره ځمکه کیندلې ده.

ځايي خلک وايي، احمدشاه د کلي په جومات کې د سندونو تر ډکولو وروسته د هر مېتر برېښنا په بدل کې ترې ۹ زره افغانۍ اخلي. د دوی په وینا، د برېښنا پایې یې خپله خښې کړي، مزي یې غځولي، ۹ زره افغانۍ یې احمدشاه ته ورکړي؛ د کور مخې ته یې مېتر ور وړل شوی او دوی یې په اداري چارو پسې ګرځېدلي نه‌دي.

سلام‌وطندار ته رسېدلي سندونه ښیي چې په پروان کېد برېښنا شرکت له لوري د برېښنا پایو ته د کیندل شوې ځمکې او پایو خښولو له‌پاره پیسې لګوش شوي، خو ځايي خلک وايي، دغه کار یې وړیا کړی او دوی ته یې په بدل کې هېچا پیسې ورکړې نه‌دي.

په همدې حال کې د برېښنا ریاست هم مني چې ځینې سیمه‌ییز زورواکي د برېښنا د وېش په پلمه له خلکو پیسې ټولوي.

د پروان د برېښنا ریاست رییس ناصر احمدي وايي، که څه هم خلک باید د هر مېتر په بدل کې له ۶ زرو تر ۶۳۰۰ پورې پیسې تحویل کړي، خو سیمه‌ییزو ملکانو ترې د هر مېتر په بدل کې له ۹ زرو تر ۲۱ زرو افغانیو اخیستې دي.

که څه هم د سلام‌وطندار سندونه ښیي چې د برېښنا رسونې په نوم هم په ډېرو سیمو کې له خلکو د برېښنا شرکت د خدمتونو لګښت اخیستل شوی، خو خلکو په وړیا توګه د پایو له‌پاره ځای کیندلی، خښې کړې یې دي او کورونو ته یې هم برېښنا وېشلې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې یوه نامسووله وسله‌وال او یا هم د کلي ملک څنګه او له کومې لارې د برېښنا د وېش او مېتر ځانګړی فورم د برېښنا له ریاسته را اېستلی دی؟

د پروان د برېښنا ریاست مسوولان وايي، دوی په‌کې لاس نه‌لري او په دې نوم یې د کلیو ملکانو ته په ټولیزه توګه څو فورمې ورکړي چې د خلکو ته به یې وېشي؛ دا چې له خلکو په غیرقانوني توګه پیسې راټولوي، د هغوی خپل کار دی.

خو د مسوولانو په وینا، پرېکړه یې کړې چې تر دې وروسته به د مېتر ځانګړی فورم هغه چا ته سپاري چې خپله د برېښنا ریاست ته راشي او ټول قانوني پړاوونه یې هم بشپړ کړي.

بله‌خوا نامسووله‌ وسله‌وال احمدشاه چې د مېتر د وېش په نوم یې له خلکو پیسې ټولې کړي وايي، هغوی خلکو چې د مېتر له بیې ډېرې پیسې ورکړي، هغوی کار کړی نه‌دی، خو هغو چې د پایو په خښولو او برېښنا په رسولو کې کار کړی، له هغوی یې یوازې هماغه د مېتر پیسې اخیستې دي. موږ اضافي پیسې هغو ته ورکړې چې په‌دې برخه کې یې کار کاوه او دوی په‌کې یوه افغانۍ هم اخیستې نه‌ده.

د پروان د برېښنا ریاست د مسوولانو په وینا، په روان کال کې یې له برېښنا محرومو ۱۵سلنه سیمو ته برېښنا رسولې او د کال تر پایه به دا کچه ۴۰ سلنه ته پورته شي. دوی زیاتوي، پر دې پروژه ټول‌ټال ۱۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

خو اوس پوښتنه دا ده، که د برېښنا مسوولان بیا هم د برېښنا او مېترونو د وېش فورمونو ځانګړې فورمې بیا هم د نامسووله وسله‌والو قوماندانانو او د کلیو ملکانو ته وسپاري او هغوی هم له هرې کورنۍ له ۳ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو اضافي پیسې واخلي، څوک او کومه اداره به د دغه فساد مخه ونیسي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام