د پاکستان ژمنه؛ نور به د ډېورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې پر افغانستان راکېټونه نه توغوي

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې د افغانستان – پاکستان ترمنځ د عمل پلان په دوره يي غونډه کې چې د سولې او پیوستون اړوند مسایلو په تړاو جوړه شوې وه، پاکستان ژمنه کړې چې له ډيورنډ فرضي کرښې هغې غاړې نه به د افغانستان پر خاوره د راکېټونو توغول بند کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره هم لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظامي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز وايي، اتمر په پاکستان کې د افغان کډوالو له کوربه‌توبه مننه کړې او پاکستان ته یې ډاډ ورکړی چې افغان دولت د خپلو خلکو راستنولو لپاره پر اوږدمهاله پلان کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان په دوره يي غونډه کې د ګډون په موخه له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی او افغان چارواکيو سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو او دغه راز طالبانو سره د حکومت د سولې پر مسایلو خبرې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام