ټاکل شوې دپاکستان د ولسي ګوند شریک مشر او دهغه هیواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري به نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
حکومت ته نږدې سرچينې وايي چې اصف علي زرداري به په دې سفر کې د افغان حکومتي چارواکو او اجرايوي رییس سره وګوري.
سرچينه زیاتوي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال زرداري کابل ته را ورسيږي.
سلام وطندار ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې به اصف علي زرداري په خپلو لېدنو، کتنو کې دافغانستان او پاکستان پر اړيکو، د سولې پر پروسې او پر ځېنو نورو مهمو موضوعاتو خبرې اتري وکړي.
اصف علي زرداري په پاکستان کې د سیاسي او ځواکمن ( پيپلز) ګوند دوژل شوې پخوانۍ مشرې بېنظیر بټو خاوند او دم ګړۍ ددې ګوند شریک مشر دی.
اصف زرداري دخپلې واکمنۍ پر مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ددواړو هیوادونو د اړیکو د نږدې کولو په برخه کې ډيرې منډې ترړې وکړې.
په ۲۰۱۳ م زیږدي کال د فبرورۍ په میاشت کې د لندن په ۳ اړخیزې ناستې کې د هغه هیواد د لومړي وزیر ډيويډ کېمرون په منځګړيتوب زرداري ژمنه کړې وه، چې په ۶ میاشتو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیکولو له پاره عملي ګامونه واخلي.
هغه مهال زرداري افغانستان سره د ستراتيژیکې ملګرتیا غوښتنه هم کړې وه خو د وخت افغان ولسمشر ورته په افغانستان کې د سولې شرط ایښی و.
وبه کتل شي چې افغانستان ته د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ددغه سفر هدف څه دی؟ او له اسلام اباد څخه کوم نوی خبر کابل ته راوړي.