د پاکستان وېزې؛ بډې او په شپو ـ شپو انتظار

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ګڼ راټول شوي افغانان وایي چې درې شپې یې د وېزې اخېستلو له‌پاره تېرې کړي؛ خو د سفارت کارکوونکي د کمېشنکارانو په مرسته په دوی په لوړ نرخ وېزې پلوري.

په‌دې راټولو شویو کې په کټونو کې پراته ناروغان، بوډاګان او ښځې هم شته چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.              

دغه کسان وايي، په سړه هوا کې د وېزې اخېستلو له‌پاره یې د سفارت مخې ته شاوخوا درې څلور شپې سبا کړې‌دي.

دوی وایي، د سفارت انګړ ته په ننوتلو بیا هم یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې  کمېشنکارانو ته له ۲ تر ۳ سوو ډالرو ورکړي؛ په‌داسې حال کې چې دوی یې وس نه‌لري.

په همدې حال کې یو امنیتي کارکوونکي د نوم ښودلو په شرط د پاکستان سفارت مخې ته له سلام وطندار سره خبرو کې وویل چې دوی هم د زورواکیو او هم د سفارت د کارکوونکیو له لوري له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 د سرچینې په وینا، د پخوانیو مجاهدینو د یو قوماندان بړیڅي د پاکستان سفارت له کارکوونکیو سره لاس یو کړی او هره ورځ شتمنو کسانو ته د ۲ تر ۳ سوه ډالرو په بدل کې ویزې ورکوي.

دی وایي، پر دغو کسانو د پولیسو زور نه رسېږي.

دی زیاتوي، دغه کسان د سفارت مخې ته ګرځي او خبریالان هم د دې وضعیت په اړه راپور چمتو کولو ته نه پرېږدي.

 دی په‌دې اړه یوې پېښې ته نغوته کوي، وايي چې دغو کسانو څو ورځې مخکې د یو ټلوېزیون خبریال ځکه وهلی و چې د روان وضعیت په اړه راپور چمتو کولو چې په وینا یې، د پولیسو په مرسته له مرګه وژغورل شو.

د ده په خبره، دا کسان څو ځلې له پولیسو سره هم لاس او ګرېوان شوي‌دي.

دغه امنیتي کارکوونکي دا هم وویل چې د پاکستان سفارت په اوونۍ کی پنځه ورځې د سهار له ۹ د غرمې تر ۱۲ بجو کار کوي او هره ورځ له پنځو تر۶۰۰ وېزې ورکوي، په‌داسې حال کې چې د ۳زرو وېزو د کارونو خلاصېدل کېدون لري؛ خو په وینا یې، سفارت دغه کار نه‌کوي.

 په سفارت کې په‌دې اړه د خبرو په موخه د پولیسو په مرسته هغه ځای ته لاړو چې په پاسپورټ لګېدې وېزې بېرته خلکو ته ورکول کېدلې؛ خو په‌دې ځای کې د څوو پتلوني، برګ‌دستمال او پکول والاوو ځوانانو له ګواښ سره مخ شوو؛ که پولیسو نه وی ژغورلی؛ د هر ډول پېښې رامنځته کېدل شوني وو.

دې ځای کې ډېرو منتظرو کسانو له حکومت او په ځانګړی ډول له بهرنیو چارو وزارته غوښتنه کوله چې له پاکستانیو چارواکیو سره دا ستونزه هواره کړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي وایي چې د وېزې ورکړې څرنګوالی د پاکستان سفارت کار دی؛ خو بیا یې ډېرې هڅې کړي؛ خو تراوسه یې پایله نه‌ده ورکړې.

هڅه مو وکړه په‌دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت غبرګون هم وپوښتو؛ خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم ونه توانېدلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام