د پاکستان سوپرلیګ کې د افغان لوبغاړو کټګورۍ او بیې

ټاکل شوې نږدې ۴۰ افغان لوبغاړي د پاکستان د کرېکټ لیګ په څلورم پړاو (PSL) کې بولۍ ته وړاندې شي.

په دغه لیګ کې ۶ لوبډلې لوبېږي چې هرې یوې ته یې د ۲۰ لوبغاړو د پېرلو او د لوبډلو جوړولو له‌پاره ۱،۲ میلیونه ډالرو لګښت اجازه ورکړل شوې ده.

د شل اوریزو بالرانو سرلاری افغان راشد خان به د یواځیني افغان لوبغاړي په توګه د لوړې بیې لرونکیو ۱۴ بهرنیو لوبغاړو په ډله کې وړاندې شي او دغه سیالۍ به لاهم رنګینې کړي. د دغې کټګورۍ هر لوبغاړی به د لوبېدلو په بدل کې له ۱ لک او ۴ زرو ډالرو نیولې تر ۲ لکو ډالرو واخلي.

کوري انډرسن، ای بي ډي ویلیرز، برېنډن مکولم، کرېس لین، کیرون پولارډ، سونیل ناراین، عمران طاهر، کولن‌انګرام، لوک‌رونکي، ډیون‌براوو، سټېف‌سمت، کولن‌منرو، تیساران پرېرا او مېچل‌ مکلینګین په دغې ډلې کې شامل دي.

خو په دویمه درجه (ډایمنډ) کټګورۍ کې بیا ۲ افغان لوبغاړي محمد‌نبي عیسی‌خېل او مجیب ځدران برخه اخلي او که د کومې لوبډلې له لوري واخیستل شي، د لوبېدو په بدل کې به ۷۰ زره امریکايي ډالر واخلي.

په درېیمې کټګورۍ او (ګولډ) کټګورۍ کې د افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي په ګډون، شهزاد محمدي او قیس‌احمد شامل دي چې د لوبېدو پرمهال به ۵۰ زره امریکايي ډالر واخلي.

دغه راز عمران جنت، کریم صادق، وقار سلام‌خېل، مسلم موسی، ناصر توتاخېل، نجات مسعود، شرف‌الدین اشرف، طارق ستانکزی، یونس احمدزی، ظاهر شهزاد، عبدالله مزاري، فطرت‌الله  خاوري، فضل‌حق، اسدالله متنی، رحمان‌الله ګربز، کریم جنت، سید شېرزاد، حمزه هوتک، ګلبدین ناېب، عظمت‌الله عمرزی، سمېع‌الله شینواری، ظاهرخان، ابراهیم ځدران، دروېش رسولي، نجیب‌الله ځدران، نوین‌الحق، شاپور ځدران، دولت ځدران، حضرت‌الله ځاځی، اکرام‌ علي‌خېل، ضیاالرحمان اکبر او افتاف‌علم بیا په څلورمه کټګورۍ کې شامل دي چې په لوبېدو سره به ۲۲ زره امریکايي ډالر ورکړل شي.

د پاکستان په سوپر‌لیګ کې پېښود زلمي، ملتان سلطان چې ښايي نوم او څښتن یې بدل شي، اسلام‌اباد یونایټېډ، کوېټه ګلدېټرز، کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز لوبډلې لوېږي چې هره یوه یې له (ډرافټ) نه د لوبغاړو اخیستلو وړاندې حق لري چې د پخوانۍ لوبډلې ۱۰ لوبغاړي وساتي.

دغه راز هرې لوبډلې ته اجازه ده چې له لوبغاړي له پلاټینیم ډلې، ۳ له ډایمنډ، ۳ له ګولډ، ۵ له سېلور او ۲ لوبغاړي هم له اېمرجېنګ کټګورۍ نه لوبغاړي جذب کړي چې دغه پروسه به په ژوندې بڼه د پاکستان په جیوسوپر او یوټیوب وښودل شي.

د مالوماتو له مخې، په یاده پروسه کې به لومړی لاهور لوبډله د نوېمبر په ۲۰مه، ورپسې، شپږم لوبډله چې لا یې نوم روښانه نه‌دی، ورپسې هم کوېټه، بیا کراچۍ، تر هغې وروسته پېښور او بیا هم دفاعي اتله اسلام‌اباد په خپل وار سره لوبغاړي وپېري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام