د پاپ سندرو مشهور ستوری جورج مایکل ومړ

د برېټانیا هېواد مشهور پاپ سندرغاړی جورج مایکل د ۵۳ کلونو په عمر مړ شوی. مایکل په خپل کور کې د یوازېتوب پرمهال د زړه درېدلو له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

د برېټانیا هېواد دغه پاپ سندرغاړی د مایکل جکسن هم دوره و او په ټوله نړۍ کې د مایکل د البومونو له ۱۰۰ میلیونو زیاتې نسخې پلورل شوي دي.

جورج مایکل څو ځلې د عمر په اوږدو کې د نامشروع اړیکو او نشه یي توکو د استفادې له امله د خبرونو سرټکی ګرځېدلی و.

د جورج مایکل پلار قبرسي ـ یوناني کډوال او مور یې برېټانوۍ وه. مایکل په ۱۹۶۳ کال د جون په ۲۵مه نېټه د لندن په شمال کې زېږېدلی و.

نوموړي په ۱۸ کلنۍ کې خپل ټولګیوال اندرو ریجلي او څوو نور کسانو سره یو ځای د Executive په نوم یوه ډله جوړه کړه، چې دوام یې ونه کړ، خو په هماغه کال کې یې د Wham په نوم دوه کسیزه ډله جوړه کړه، چې په اتیایمه لسیزه کې د برېټانیا مشهورې پاپ ډلې ځای خپل کړ.

په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۶ کلونو کې د Wham ډلې ترانې په پراخه کچه وپلورل شوې او په ۱۹۸۵ کال کې یې د Ivor Novello په نوم د کال د غوره ترانې جازه ورکړل شوه.

د مایکل له مشهورو ترانو یوه هغه یې د Last Christmas په نوم ده، چې د ۲۱ کلونو په تېرو اوس هم د کرېسمس په اخترونو کې زیاتې راډیويي شبکې یې خپروي.

د اتیایمې لسیزې په نمايي کې د Wham ډله له یوبل جلا او مایکل د سولوش په نوم فعالیت پیل کړل. نوموړي په ۱۹۸۷ کال د باور په نوم البوم خپور کړ، چې ځینې یې اوس هم د برېټانیا غوره البوم بولي.

مایکل د سندرو ۹ انګلیسي البومونه، ۱۲ انګلیسي سندرې، ۱۰ امریکايي سندرې او ۲ د امریکايي سندرو البومونه په میراث پریښي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام