وفي الله افتخار د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې رییس نن دوشنبې د (مارچ په ۳۱) د دې ادارې له ریاست نه استعفا وکړه.
افتخار سلام وطندار ته وویل، چې څو ورځې وړاندې یې د ولسمشرۍ دفتر ته استعفا لیږلې وه، چې نن د ولسمشر غنې له لورې لاسلیک شوه.
افتخار زیاتوي، د کورنیو ستونزو له امله مې استعفا ورکړې ده.
د پانګونې ادارې رییس په داسې حال کې له خپله دندې استعفا کوي، چې نن د لويې جرګې په خېمه کې د پانګونې ادارې له لوري د "ملي صنایعو جشن" په نامه نندارتون د ولسمشر غني له خوا پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایع او محصولات په ۱۱۲ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي او تر څلورو ورځو پورې به دوام وکړي.
د پانګونې د ملاتړ اداره یا آسیا په ۱۳۸۲لمریز کال کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پاملرنې د جلب او په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه رامنځته شوه.
دغه اداره په بلخ، هرات، کندوز، خوست، ننګرهار، فاریاب، هلمند او پکتیا ولایتونو کې ولایتي څانکې لري.