د ټولګټو (کامن ویلت) د کومو هېوادونو کوم ډول لوبه ده؟

ټاکل شوې‌ده، د اسټرالیا په کوربتوب سبا د نړۍ د بېلابېلو وچو نږدې نیمایي هېوادونه د اسټرالیا په کوربتوب په ۲۱م پړاو (کامن ویلت) سیالیو برخه‌وال شي.

د المپیک سیالیو وروسته په نړۍ کې دا لوبې تر ټولو سترې هغه شمېرل کېږي چې سږکال به په‌کې د موزبیق هېواد له لوبغاړیو پرته له ۷۱ هېوادونو نه زرګونه لوبغاړي ولوبېږي چې د اسټرالیا په کوینزلینډ ښار کی پیلېږي.

په‌دې سیالیو کې یوازې هغه هېوادونه لوبې کوي چې د انګلستان تر استعمار لاندې پاتې شوې‌وي او اوسمهال له یاد هېواد سره ګډې ګټي ولري.

په‌دې سیالیو کې د نړۍ د هرو درېیوو وګړيو نه نږدې یو یې په «کامن ویلت» سیالیو پورې تړلی چې په‌کې د هر نژاد، ژبې، کلتور او مذهب خلک لیدل کېږي.

ټاکل شوې، د سږ په «کام ویلت» سیالیو کې نږدې ۶ زره او ۶ سوه لوبغاړي په ۱۹ بېلابېلو ورزشي برخو کې ولوبېږي او د اپریل تر ۱۵مې نېټې به روانې وي.

دا لوبې د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۳۰م کال کې د ۱۱ هېوادونو نه د ۴۰۰ لوبغاړیو ترمنځ د کاناډا هېواد په کوربتوب پیل شوې او د دې سیالیو په تاریخ کې سږ کال ۵م ځل دی چې اسټرالیا د سریلانکا پر وړاندې د زیاتو په رایو په ګټلو سره د دې سترو ورزشي سیالیو کوربتوب ترلاسه کړ.

دا لوبې هر۴ کاله وروسته په یوه غړي هېواد کې کېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې د سکاټلینډ په کوربتوب وشوې او انګلستان په‌کې لومړی، اسټرالیا دویم، کاناډا درېیم، سکاټنلینډ څلورم او هندوستان د زیاتو مډالونو په‌واسطه پنځم مقام ترلاسه کړی‌و.

اسټرالیا د «کامت ویلت» سیالیو په ۷۸ کلن تاریخ کې تر ټولو کامیاب هېواد دی چې په‌دې کالونو کې یې به ۲۰ پړاونو کې له نورو هېوادونو زیات او ټولټال ۸۵۲ بېلابېل مډالونه ګټلي دي؛ خو انګلستان، ۶۶۹، کاناډا ۴۶۹، هندوستان ۱۵۵ او نیوزیلینډ پنځم مقام لري چې د دې سیالیو په تاریخ کې یې زیات ۱۴۴ مډالونه ګټلي دي.

ټولګټو یا اوسنیو «کامن ویلت» لوبو ته له ۱۹۳۰ کال تر ۱۹۵۰ کال پورې د (انګلستان د امپراتورۍ لوبو) په نوم یادېدلې چې ورپسې تر ۱۹۶۴ کال پورې د (انګلستان د امپراتورۍ او ټولګټولوبو) په نوم، بیا تر ۱۹۷۴ کال پورې د (انګلستان ټولګټو لوبو) په نوم او له ۱۹۷۸ کال راهېسي تراوسه د (ټولګټو لوبو) په نوم یادېږي.

د انګلستان ملکه ایلیزبت د دې لوبو مشره ده او د ټولګټو یا (کامن ویلت) سیالۍ هر څلور کاله وروسته د ملکې په لاس پرانېستل کېږي.

د کامن ویلت ۵۳ غړیو هېوادونو یو شمېر ارزښتونه لاسلیک کړي‌دي چې په‌خپلو هېوادونو کې به د ډیمکراسۍ، جنسیتي برابرۍ، سولې او امنیت له‌پاره کار کوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، اسټرالیا د سږ کال ټولګټو  سیالیو کوربتوب له‌پاره ځانګړي پروګرامونه نیولي چې سبا به په یو لړ مراسمو سره په رسماً پرانېستل شي.

د سیالیو له‌پاره اسټرالیا ۱۵ زره رضاکاره کسان په دندو ګومارلي او ښایي تر ۱ نیم بیلیونو کسانو پورې دې لوبې په ټوله نړۍ کې د ټلوېزیون له لاری ننداره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام