د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د ولسمشر تقنیني فرمان د رد ستاینه کوو

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې له خوا د ټاکنیز نظام د جوړښت، اصلاح او دندو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ردول وستایل.

دغه فرمان تېره ورځ (دوشنبه د جون په ۱۳مه) د ولسي جرګې له خوا په اکثریت رایو سره رد شو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند نادر محسني نن (سه شنبې) په یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر د تقنیني فرمان د رد هرکلی وکړ او ویې ویل، چې پرته له کوم جرم او یا خطا نه، د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې تر ۶ کلونو پورې بدلون نه شي راتللی.

د محسني پر وینا، د ولسي جرګې غړي په دې موضوع پوه وو، ځکه یې دا فرمان رد کړ.

هغه وايي، ولسي جرګه د ټاکنیزو کمېسیونونو په اړه د دې اقدام مانع شوي دي او  مشرانو جرګه باید هم د ولس په خوښه د دې تقنیني فرمان د رد په اړه پرېکړه وکړي.

محسني زیاتوي، چې د ولسمشر تقنیني فرمان د هېواد له ملي ګټو او مصالحو سره جوړ نه و او قانوني جواز یې نه لرلو.

د هغه په باور، په ټاکنیزو قوانیونو کې هر ډول تعدیلات باید د کمېسیون په وړاندیز او د ولسي جرګې په تصویب راشي.

محسني وايي، چې دا تقنیني فرمان  ۴۵ ورځې له توشیح کېدو نه وروسته مجلس ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د اساسي قانون د ۷۹ مادې له مخې، باید دا فرمان بې له ځنډه د ملي شورا د غونډې له لومړۍ ورځې تر ۳۰ ورځې پورې دې شورا ته لېږل شوی و، چې ۱۵ ورځې وروسته لېږلو یې قانوني مشروعیت له منځه تللی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند له حکومته غواړي، چې د ټاکنیزو سمونونو له پاره مناسبه زمینه برابره کړي او د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې ونه ځنډوي.

په داسې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د دې پرېکړې هرکلی کوي، چې ولسمشر غني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسي جرګې له خوا د دې تقنیني فرمان نه تصوېبېدل د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د وروسته پاتې والي معنا ورکوي.

ولسمشر ویلي، ولس تمه لرله، چې ولسي جرګه به د دې فرمان له موادو سره له مخالفت وروسته په هغه کې بدلونونه او تعدیلات راولي او بیا به یې تصویب کړي. افغان ولسمشر په ټینګار سره ویلي، چې حکومت د راتلونکیو ټاکنو له پاره پوره چمتووالی نیولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام