د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله ته له ۴۰ کاري ورځو وروسته لومړنۍ پېشنهادي کڅوړه وړاندې کړه.
د دغه کمېسیون د غړو پر خبره، په دغو پېشنهادي کڅوړو کې د هېواد د ټاکنیزو بنسټونو، مدني ټولنو او فرهنګیانو نظرونه شامل دي.
د یاد کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي د (اګسټ په ۳۰مه) په یوې خبرې ناسته کې وویل، چې دغه وړانديز شوې کڅوړه د قوانینو پر بنسټ او د معتبرو ټاکنیزو بنسټونو د نظرونو په اساس چمتو شوې دي او دا وړاندې شوي کڅوړه د کمېسیون د کار لومړنۍ مرحله ده.
عاکفي وویل، چې د ټاکنیز نظام بدلون، د نفوسو د شمېر له مخې د ټاکنیزو حوزو ټاکل، د پېژندپاڼو له مخې د رایو ورکوونکو د لړلیک چمتو کول او ولسي جرګې ته د نوماندۍ له پاره د لوړو زده کړو لرل؛ له هغو وړاندیزونو نه دي، چې ښاریانو د ټاکنو په بنسټ کې د سمون راوستلو له پاره وړانديز کړي دي.
نوموړي وویل، چې د رایه ورکوونکو مرکزونو ته د ښاریانو لاس رسی، د غوراوي په کمېټه کې بدلون، د ټاکنو کمېسیون د غړو د کاري مودې راکمول، ټاکنیزو شکایتونو ته د لاس رسي جوړښت کې بدلون راوستل، د ټاکنو لګښت راکمول او په کمېسون کې د معلولو کسانو مامورول؛ د ښاریانو له وړاندیزونه څخه وو.
په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي باموتو یاد وړاندیزونه په کمېسیون کې د سمون رامنځته کولو له پاره د ولسواکۍ په برخه کې لوی ګام و بللو.
یاموتو وویل، د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو راوستل د خلکو د باور د رغولو لپاره اړین کار دی.
اجرایه رییس د کمېسیون له چارو نه خوښي څرګنده کړه، او د کمېسیون چارې یې هر اړخیزې وبللې.
عبدالله وویل، د کمېسیون کار به په تاریخ کې ثبتېږي او خلک به پرې قضاوت کوي.
اجرایه رییس زیاته کړه، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو دغه ۱۱ وړاندیزونه ډېر مهم دي او ډېر ژر به په دې وړاندیزونو کار پيل شي.
دغه کڅوړې د کمېسیون له لومړینو موندنو څخه دي، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۷ حوزو کې تشخیص شوي دي.