د ټاکنو کمېسیون د دروازې تړلو په اړه اعتراض

د بدخشان ولایت لسګونو اوسېدونکیو، د ولایتي شورا غړیو، مدني فعالانو او ځینو نوماندانو په دې ولایت کې د ټاکنو ولایتي دفتر د دروازې تړلو پروړاندې غبرګون وښود.

دوی وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه وروستۍ ده او معترضان دې د ټاکنو بهیر له خنډ سره نه مخ کوي.

معترضان ټینګار کوي چې د ټاکنو له وروستي نوملړه د اېستل شویو نوماندانو پلویان او حکومت دې ژر تر ژره د یاد دفتر دروازه پرانېزي، ګنې دوی به خپله لاس په‌کار شي.

د بدخشان ولایتي شورا غړي کامل بېک حسیني او احمدجاوېد مجددي له حکومته غواړي چې د یاد ولایت د ټاکنو دفتر دروازې پرانستلو برخه کې جدي اقدام وکړي، که‌نه د ټاکنو پروسه به له خنډ سره مخ شي.

په همدې حال کې مدني فعال اسامه برهاني که څه هم اعتراض د خلکو حق بولي، خو زیاتوي چې د ټاکنو په څېر د یوه ملي بهیر په وړاندې خنډ جوړول ورته د زغم وړ نه‌ده.

نوموړی هم خبرداری ورکوي، که حکومت او د معترضو نوماندانو پلویان د بدخشان د ټاکنو ولایتي دفتر د فعالیت مخه ونیسي، دوی به یې پروړاندې ودرېږي.

تر هغې وروسته چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د یو شمېر کسانو نومونه واېستل، د یادو نوماندانو له توند غبرګون سره مخ شو او پلویانو یې د ټاکنو مرکزي دفتر په ګډون د یوشمېر ولایتي دفترونو دروازې هم وتړلې.

ولسي جرګې ته د نوماندې فوزیې کوفي پلویانو د ټاکنو له وروستي نوملړه د نوموړې د اېستل کېدو په غبرګون کې له تېرو ۳ ورځو راهیسې د بدخشان د ټاکنو ولایتي دفتر دروازه تړلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام