د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ګډې شورا او یو شمېر سیاسي ګوندونو د ارګ له لوري د ټاکنو قانون د تعدیل طرحې په اړه خپل دریځ اعلان کړ.
د دې شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ یې د حکومت له لوري وړاندیز شوې طرحه ارزولې ده.
د یادې شورا په وینا، د ارګ په طرحه کې د تېرو ټاکنو حقوقي، مسلکي او مدیریتي ستونرو او تجربو ته په کتو، د قناعت او پلي کېدو وړ حل لارې په پام کې نهدي نیول شوي.
د دې شورا په اعلامیه کې لیکل شوي، حکومت باید د دې شورا هغه طرحه چې مخکې یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلې وه، د ټاکنیزو اصلاحاتو اساس وګرځوي.
د شورا په وینا، د ټاکنو حقوقي او مسلکي نظام اوسنی وضعیت د منلو نهدی او دغه راز د په دې برخه کې د حکومت طرحه هم ناقصه ده.
د نوماندانو ګډې شورا په طرحه کې چې څه موده مخکې یې ارګ ته سپارلې وه، لیکل شوي وو چې د ټاکنو په قانون او بنسټونو کې هر ډول اصلاحات باید د ولسمشرۍ له نوماندانو سره مشوره راشي.
«په کابل کې دې د ولسي جرګې ټاکنې بیا وشي»
ولسمشریزې ټاکنې په خپل وخت کېږي
ټاکنې؛ د سولهییز ژوند یوازینۍ لار
د یادې شورا په وینا، د ټاکنیزو کمېسیونونو د جوړښت برخه کې، د غوراوي کمېټې لغوه کېدل، ولسمشر ته د کمېشنرانو د ټاکلو صلاحیت ځانګړي کول، د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو غیرانتخابي کول او د دواړو کمېسیونونو د دارالنشا رییسانو په ټاکلو کې د کمېشنرانو د رول لرې کول او واک یې ولسمشر ته ځانګړي کول، هغه څه دي چې د دې شورا اندېښنې یې راپورته کړې دي.
په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم نن ویل چې د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده له سیاسیونو او سیاسي ګوندونو سره تر بحث او مشورو وروسته چمتو شوې ده. دغه راز نن په ارګ کې په همدې اړه د ولسمشرۍ له نوماندانو او د هغوی له استازیو او د یو شمېر ګوندونو له رهبرانو سره مشورتي غونډه جوړه شوې وه.