د ټاکنو خپلواک کمېسیون تازه پرېکړه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان‌عبدالبدېع صیاد نن په یوې خبري غونډې کې وویل، هغه مرکزونه چې د بېلابېلو ستونزو له کبله نن تر یوې بجې پرانستل شوي نه وي، سبا به هم پرانستې وي.

د پلازمېنې کابل په ګډون، په ډېر شمېر ولایتونو کې د رای‌اچونې مرکزونه په ځنډ پرانستل شول یا هم د ځینو ستونزو له امله تراوسه هم پرانستل شوي نه‌دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس د یادو مرکزونو د ځنډ پرانستلو لامل، د هغو کارکوونکیو بې‌پروايي وبلله چې د پوهنې وزارت له چوکاټه کمېسیون ته ورپېژندل شوي دي.

د صیاد په وینا، هغه مرکزونه چې نن په خپل ټاکلي وخت پرانستل شوي نه‌دي، تر ناوخته به پرانستې وي چې هېوادوال وکولی شي خپلې رایې وکاروي او له دې حقه بې‌برخې نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام