د يوې پېغلې په بدل کې دغزني ۲۰ تنه اوسېدونکي برمته شول

ویل کیږي چې نن (سه شنبه) د ۶ موټرونو مسافر چې له ۲۰  زیات مسافر په کې سپاره و او د غزني ولایت د جاغوري له ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته په لاره وه د قره باغ ولسوالۍ په دښته کې برمته ونیول شول.

د هغو معلوماتو پر بنسټ چې سلام وطندار تر لاسه کړي دي دغه کار د سیمې خلکو له لوری د یوې نجلۍ د تښتې په غبرګون کې چې له کور تښتېدلې او بیا یې د ملي اردو یوې پوستې ته پناه وړې ده  تر سره کړی دی.

دغه نجلۍ وروسته له هغه چې له کوره یې تېښته کړې د قره باغ ولسوالۍ په زردالو سیمه کې د ملي اردو یوې پوستې ته پناه وړې ده.

هغه خلک چې دغه مسافر یې برمته نیولي ویلي دي چې دغه نجلۍ که دوی ته ونه سپارل شي د مسافرو پر مخ به دا لاره وتړي او برمته شوي به خوشې نه کړي.

د غزني ولایتي شورا یو غړی د غزني د پولیسو د قومندانۍ د امنیت امر اسدالله انصافي  په نقل قول وايي اوس مهال د دې مسافرو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا دغه تېښتېدلې نجلې اوس د پولیسو په ولکه کې ده او دوی هڅه کوي چې د سېمې خلکو ته د دې نجلۍ په ورسپارلو سره برمته شوي مسافر خلاص کړي.

راپورونه ښيي چې د دغو برمته شویو مسافرو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.او برمته شوي مسافر یې غرو ته وړي دي.

انصافي دا خبر تائېد کړی دی او  له زیاتو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام