ملت ته د دولتي ادارو د حساب د ورکړې په لړ کې نن د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست د د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست د تېر یو کال کاري راپور له ملت سره شریک کړ.
نوموړي وویل چې په ولسي جرګه کې د علني رایې ورکولو لړۍ به ډېر ژر برښنايي شي او په دې اړه د کار وړ وسایل په واک کې لري.
ځاځي زیاته کړه چې د پټو رايو د ورکړې مسله چې ډېره ستونزمنه وه او تل به په جرګه کې د رایو ورکړو پر مهال له ستونزو سره مخ وو او د رایو په نه رڼښت یې هم اغېز درلود؛ اوس به د مرستندویه بنسټ په مټ دغه چاره برښنايي کړي.
نوموړی وايي د پټو رايو سيسټم غواړي ملي شورا ته د ورکړل شویو ۱۰ میلیونه ډالرو مرستې نه نصب کړي.
دغه راز د ولسي جرګې د دارالانشا لوی رییس وویل چې د ولسي جرګې ټول اداري کارکوونکي بایومټریک شوي او حاضري یې هم برښنایي شوې ده او د وکیلانو حاضري چې تر اوسه په پاڼه کې وه او تل به د لانجو لامل کېده؛ هغه هم برښنایي کېږي؛ خو په دې شرط چې وکیلان یې ومني.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې نصاب ډېر ځله بشپړ نه وي او په دې موضوع نیوکې هم کېږي.
ویل کېږي چې د وکیلانو د غیرحاضرۍ لامل د پاڼو حاضري ده چې وکیلان د هغې تر لاسلیک وروسته بېرته په خپلو شخصي کارونو پسې وځي او په غونډو کې نصاب بشپړ نه وي، نو ښايي په برښنايي کېدو سره یې وکیلان مخالفت وکړي.
د یادونې وړ ده چې روان کال د ولسي جرګې د رییس او اداري پلاوي د ټاکلو پر سر د یوې رایې له کبله څلور میاشتې لانجې وشوې او داسې راپورونه هم خپاره شول چې د جرګې ریاست لپاره ان په میلیونونو ډالر بډې واخیستل شوې. اوس انګېرنې دا دي چې ښايي د رایو د ورکړې بهیر په برېښنایي کېدو وکیلان هوکړې ته ونه رسېږي.