د ولس یووالي او سمون تر سرلیک لاندې مشاعره

د میدان وردګو د توپ دښتې په سیمه کې د سلګونو کسانو په ګډون د ولس یووالي او سمون تر سرلیک لاندې پسرلنۍ مشاعره تر سره شوه.

د میدان وردګو ولایت د کلتوري  چارو امر جاوید کلیوال وویل، د شعر ژبه خوږه او بې کچې تاثیر لرونکې ده او کولای شي، چې د ولسونو په منځ کې رامنځته شوې فاصلې په ښه توګه له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه، په کلیوالي سیمو کې مشاعرې جوړېدل او په هغې کې د سلګونو کسانو ګډون کولو له امله د هېواد فرهنګي او کلتوري دودونه هم ژوندي پاتې کیدلی شي.

له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا دا لومړی ځل دی، چې په سیداباد ولسوالۍ کې د کلتوري دودونو د بیا را ژوندې کولو او د ولسونو ترمنځ د یووالې په موخه د ولسونو له لورې مشاعره ترسره کیږي.

دغه مشاعره د سېداباد ولسوالۍ د توپ دشتې په یوه شاعرانه سیمه کې جوړه شوې وه، چې په کې د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو سربېره ګڼ شمېر مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د سیمې یو تن دیني عالم او د مشاعرې ګډونوال مولوی محمدین محمدي وویل، د سېداباد ولسوالۍ د کلیوالي سیمو خلک نور له جګرو ستړي شوي.

محمدین محمدي زیاته کړه، د مشاعرې له لارې د شعر په ژبه د ولسونو په منځ کې د یووالې او سولې پېغامونه خپروي او دوی هیله مند دي، چې د امنیت د تامین او سولې د رامنځته کېدو لامل به وګرځي .

د مشاعرې په ترڅ کې لسګونو شاعرانو د جګړې ضد، سولې،امن، یووالې، فساد، پسرلي، مڼې ګل او نورو موضوعاتو په اړه لیکلي شعرونه د مشاعري ګډونوالو ته واوره ول، چې د مشاعري ګډونوالو له خوا ورته تود هرکلی وشو.

د دغه مشاعرې په پای کې د سېداباد ولسوالۍ مقام له لورې شاعرانو او یو شمېر میلمنو ګډنوالو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.

تر دې وړاندې د چک او نرخ ولسوالیو کې هم د کلونو ځنډ وروسته د سلګونو کسانو په ګډون پسرلنۍ مشاعرې ترسره شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام