د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان دوې اوونۍ وځنډېد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ‌الله هاشمي وايي چې د ټاکنو په بهیر کې ځېنې ستونزې د دې لامل شوې‌دي چې د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو اعلان دوې اوونۍ وځنډېږي او د نورو ولایتونو د ټاکنو پایلې به د قوس په دویمه او د کابل هغه به د همدې میاشتې په ۱۰مه نېټه اعلان شي. د ده په وینا، وروستۍ پایلې به له دې پایلو یوه میاشت وروسته اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون له لوري په لومړي مهالوېش کې ویل شوي‌وو چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۱۹مه نېټه اعلان شي.

خو نن په کابل کې ځېنو مدني بنسټونو د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید په مهالوېش کې له ټاکل شوي وخت سره سمې اعلان کړي.

دا بنسټونه په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د قوانیون، مقرراتو او تصویب شویو کاري لارو پر اساس دې خپل مشاهدات او پرېکړې ترسره کړي او د خپلو ورځنیو لاسته‌راوړنو او کارونو په اړه دې له خلکو سره معلومات شریک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام