د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې دویم پړاو ته لاړې

د ولسي جرګې غړیو نن د جرګې د ریاست لپاره چې څلورو کسانو ورته ځانونه نومولي وو، ټاکنې وکړې، خو یوه نوماند هم ۵۰+۱ رایې چې ۱۲۲ کېدلې، خپلې نه‌کړې او ټاکنې د دوو نوماندانو ترمنځ دویم پړاو ته لاړې.

د جرګې ریاست لپاره میرویس یاسیني، عمر نصیر مجددي، میررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ځانونه نومولي وو.

له ټاکنو وروسته میرویس یاسیني ۵۹ رایې، عمر نصیر مجددي ۷ میررحمان رحماني ۷۵ او کمال ناصر اصولي هم ۶۹ رایې ترلاسه کړې.

تر رایې شمېرنې وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي رییس عطاالله دهقان‌پور د ټاکنو د پایلو د اعلان ترڅنګ وویل چې یوه نوماند هم پنځوس جمع یو رایې و نه ګټلې او ټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ دویم پړاو ته لاړې.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې له ۲۵۰ غړیو نه ۱۴۲ یې حاضر وو او خپلې رایې یې وکارولې.

کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني د نن ورځې په ټاکنو کې له نورو نوماندانو ډېرې رایې خپلې کړې او دوی به د جرګې په راتلونکې عمومي غونډه کې چې ټاکل شوې د شنبې په ورځ جوړه شي، د ولسي جرګې د ریاست لپاره رقابت کوي.

د یادونې ده چې د ولسي جرګې د رییس تر ټاکل کېدو وروسته د جرګې د اداري پلاوي ټاکلو لپاره ټاکنې کېږي او وروسته هم د دې جرګې د کمېسیونونو د ریاست، مرستیالۍ او منشي لپاره ټاکنې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني شاوخوا شل ورځې وړاندې د ولسي جرګې اوولسمه تقنیني دوره پرانستله او د جرګې غړیو باید ورپسې خپل‌منځي ټاکنې کړې وای، خو د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان پورې دا پروسه ځنډېدلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام