د ولايتي شوراګانو د نظارت نوې طرحه؛ د ولسمشر د تقنيني کمېټې پر میز

د غزني ولایتي شورا مشر خالق داد اکبري په کابل کې د ولايتي شورا غړو په غونډه کې و ویل، چې دوی د سيمه ییزو ارګانونو له ادارې سره په مشورې د ولايتي شوراګانو د واکونو پر نوې طرحه کار کړې او په هغه کې يې د ولايتي شوراګانو د غړو غوښتنې هم ځای پرځای کړي دي.

د اکبري په وينا د دغې طرحې په تصويب او تاييد سره به د ولايتي شوراګانو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي او دغه غړي به بېرته خپلو عادي وظيفو ته دوام ورکړي.

هغه وايي؛ دوی په طرحه کې هغه موارد بېرته اضافه کړي کوم چې پخوا د ولسي جرګې له لوري اخیستل شوي و.

دغزني ولايتي شورا د مشر په وينا د نوې طرحې په تصويب او تاييد سره به ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق بېرته ګرځول کيږي او پرته له قضايي قوې به د حکومت پر ټولو کړنو د نظارت حق ولري.

له هغه وروسته، چې ولسي جرګې غړو د ولايتي شوراګانو څخه د نظارت حق واخیست، نو په غبرګون کې يې د افغانستان د ټولو ولايتونو د ولايتي شورا غړو د  خپل کار دروازې بندې کړې.

له هغه وروسته ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته وړانديز وکړ، چې د ولايتي شوراګانو د صلاحيتونو لپاره باید د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا کې یو منظم چوکاټ جوړ شي، ترڅو په دغو چارو کې د ناوړو ګټو اخیستنو مخنيوی وشي.

د ولسمشر د غوښتنې سره سم سيمه ییز ارګانونه هم د ولايتي شوراګانو د غړو سره په مشوره نوې طرحه چمتو کړه، چې په هغه کې يې د ولايتي شوراګانو غوښتنې هم ځای پرځای شوې.

په دغه طرحه کې د ولايتي شوراګانو د غړو نظارتي رول تعریف شوی دی.

په همدې حال کې د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ سلام وطندار ته و ویل؛ نن دوشنبه، چې د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ میاشتې له ۱۶ نېټې سره برابره ده؛ یاد ګډه طرحه د ولسمشر د تقنين کمېټې ته سپارل شوی دی.

نوموړی هيله من دی، چې دغه طرحه به ولسي جرګې ته د تصویب په موخه واستول شي.

« زمونږ طرحه وروستۍ ده؛ هغه نظريات چې د ولايتي شورا غړو درلودل په کتبي ډول يې مونږ ته واستاوه، مونږ هم د دوی نظریات په دغه نوې طرحه کې ځای پرځای کړل او نن به په رسمي ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.»

هغه وايي؛ د دغې طرحې له تصویب او تایید وروسته نور نو د ولايتي شوراګانو لپاره د نه کار پلمې ته د پای ټکې اېښودل کيږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د داخلي امنيت د کمېسيون مشر ميرداد خان نجرابي وايي، چې ولايتي شوراګانو ته د صلاحيت ورکړه د قانون خلاف کړنه نه ده او باید د قانون سره سم دوی ته د نظارت حق بېرته ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړي ميرداد خان زياتوي، چې که چېرې دغه حق بېرته ورنه کړل شي، نو د ولايتي شوراګانو پر ټاکنو د دولت مصارف به بې ګټې شي.

خو له دې وړاندې د ولسي جرګې غړو په اکثريتو رایو دا پريکړه وکړه، چې باید ولايتي شوراګانو څخه د نظارت حق واخیستل شي، ځکه د دوی په وينا ولايتي شوراګانو د غړو  دغه صلاحيت د ولسي جرګې د صلاحيتونو سره په ټکر کې دی او دا چاره به فساد ته زمينه برابره کړي.

  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام