د وسله والو له ګواښونو لومړنۍ ستړې پېغله

د وسله والو له ګواښونو ستړې شوې لومړنۍ نورستانۍ پېغلې په هغه ولایت کې د ملي اردو ځواکونو ته پنا وکړې ده.

د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتف سلام وطندار ته وویل؛ چې تېره ورځ ماښام د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کې یوې ۱۸ کلنې جینۍ، چی لعل مینه نومیږي، داسلام الدين په نوم ثبت شوې کلاشینکوف یې هم له ځانه سره دملي اردو کنډک ته وړی دی.

هاتف وویل، نوموړې جینۍ د وسله والوهره ورځ  راتګ او ګواښونو ستړې کړې وه، چې له موقع په ګټه اخیستو یې ځان په همغه سیمه کې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلی دی.

د ويلو ده، چې نورستان ولایت د لومړي ځل لپاره د داشان پېښې شاهد دی.

سرچینه وايي،چې لعل مینه اوس د نورګرام ولسوال په مشوره د سیمې د یو قومي مشر په کور کې ساتل شوې، چې په راتلونکي کې یې ژوند خوندي وي.

د همغې سيمې وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د نورستان استازي هم و ویل، چې په دې ولایت کې نا امني مخ په زیاتېدو ده او د دوی په وينا که لازم او جدي تدابیر ورته ونه نیول شي، د یاد ولایت ډیره برخه به د دولت له واکه ووځي.

برګمټال او کامدېش ولسوالیو په ګډون اوسمهال د دغې ولایت ډیرې ولسوالۍ د مخالفو وسله والو له لورې د ګواښ سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام