د هېواد ځېنې ولایتونه د اوبو له کموالي سره مخ دي

د سږکال له پیل راهیسې د هېواد ځېنو سیمو په ځانګړې توګه غور او بادغیس ولایتونو کې د وچ‌کالی په اړه اندېښنې خپرې شوي؛ خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارو مسوولان دا مسله ردوي.

دوی وايي چې د هېواد ځېنې برخې د کرنې او څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي، نه له بشپړې وچ‌کالی سره.

د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي سلام وطندار ته وویل چې تېرکال د واروې او باران د نه ورېدلو پر کرنې په ځانګړي توګه پر للمي ځمکو ناوړه اغېز کړی و.

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې وزارت يې اړمنو ته د غنمو وېشلو په برخه کې پوره چمتووالی لري او د څښاک اوبو د تامین په برخه کې نور دولتي بنسټونه کار کوي.

د ده په وینا، شاوخوا ۲۴۰ زره مټریک ټنه غنم زیرمه شته او له اوزبیکستانه هم ۱۰۰ زره مټریک ټنه غنم اخیستل شوي چې په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې ځای‌پرځای شوي دي. ښاغلي رستمي زیاته کړه، له هنده ۱۱۰ زره میټریک ټنه غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راغلي چې په ۱۱ ولایتونو کې ځای‌پر‌ځای.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند همداراز وویل چې د بېړنیو حالاتو له‌پاره يې د نمیروز، بادغیس، هلمند، غزني او لغمان ولایتونو په ستراتیژیکو زېرمو کې او د هرات، کندهار، ننګرهار او کابل په سیلوګانو کې زېرمه کړې‌دي.

په ورته وخت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال محمداسلم سیاس زیانمنو شویو ته د مرستو وېش د چمتووالي خبر ورکوي، وايي چې د دوی د وزارت له لوري د اوبو د کموالي د پایلو څېړنې په موخه يې یو کمېسیون جوړ شوی‌دی.

په ورته وخت کې د غور او بادغیس ځېنې کروندګر او مالداران د اوبو او وښو د کموالي له امله د ساتلو حیواناتو د ارزانه پلورلو په اړه اندېښنه ښيي.

د زراعت وزارت ویاند وايي چې له ۲۰۰۰ زرو مټریک ټن واښه یې اخېستي چې د اړمنو ولایتونو په ځانګړي غور او بادغیس ولایتونو پر مالدارانو یې ووېشي.

د زراعت، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، سږکال به د دې وزارت ۳۰ سلنه پراختیايي بودیجه چې شاوخوا ۳ میلیارده افغانۍ کېږي؛ د اوبو رسونې پر پروژو مصرف شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام