د هېواد په کچه د کرکټ ۴ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

د کرکټ بورډ په نوښت نن (پنجه شنبه) په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د هېواد د زونونو په کچه د کرکټ ۴ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د احمد شاه ابدالي ترنامه لاندې په دې۴ ورځنیو کرکټ سیالیو کې د ۵ زونونو تر څنګ د کابل ګرین په نامه نوې لوبډلې ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک د سیالیو پرانیستې پرمهال رسنیو سره په خبرو کی وویل، پیل شوې ۴ ورځنۍ سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹ مه نېټه پیل او دوه میاشتې به دوام ولري.

کرکټ بورډ لومړd ویلي و، چې سیالۍ به د کابل، خوست او د ننګرهار غازي امان الله کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي، خو د هوا په یخوالي سره به د کابل د کوربتوب سیالۍ په خوست ولایت کی هم ترسره شي.

دغه سیالۍ یوازې د ننګرهار په غازي امان الله خان او سپین غر او دغه راز د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې.

افغان کرکټ بورډ پلان لري، چې د بېلابېلو زونونو لوبډلو په ګټه به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم له بنګله دېش څخه په راستنېدو لوبې وکړي.

څلور ورځنۍ سیالۍ په ۳ لوبو سره پیل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډله په ننګرهار غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې له بوست لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووته.

دغه راز د لومړۍ ورځې په دویمه سیالۍ کې په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې مس عینک له کابل ګرین سره او د ننګرهار په بهسودو لوبغالي کې امو زون له بند امیر لوبډلې سره لوبه پیل کړه.

د کرکټ بورډ د پلان له مخې به د سیالیو پرمهال ټولې لوبډلې په لیګ بڼه یو بل سره په بېلابېلو لوبغالو کې لوبې ترسره کړي.

د ۲ میاشتو او ۴ ورځو لوبو وروسته به ۲ مخکښې لوبډلې د نومبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه د اتلولۍ ترلاسه کولو له پاره د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام