نن سهار ۹ نيمې بجې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څېرمه د سونګريانو پر يوې قرارګاه په موټربم بريد کې ۵ سونګریان او یو پولیس ټپي شویدی.
د هلمند له ناامنیو را وروسته د ملي امنیت د ادارې په چوکاټ تازه سرتېري ګومارل شوي چي په هلمند کې ورته په عامه ژبه «سونګریان» وايي.
د ميوند قولاردو د مطبوعاتو مسوولان وايي، دا بريد د سراچه موټر په وسيله شوی چې د ۵ سونګريانو په ګډون پهکې يو پوليس ټپي شویدی.
دا بريد د سونګريانو پر هغې قرارګاه شوی چې د ولسوالۍ او ملي امنيت ادارو ته د ورغلې لارې په خوله کې پرته وه.
د بريد پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نهده اخېستې.