د هلمند زندان کې بندیانو خپلې خولې ګنډلي دي

د هلمند ولایت د مرکزي زندان ځېنو زندانیانو نن شنبې (د مارچ په ۲۸مه) د ټیلفون پر کرښه سلام وطندار ته وویل، چې په لسګونو زندانیانو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د نه خوړو د اعتصاب تر څنګ خپلې خولې هم ګنډلې دي.

اعتصاب کوونکي زندانیان وایي، دوی ځکه د نه خوړو اعتصاب کړی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې له تړل شويو دروازو شاته  ژوند کوي او" د زندان مسولینو پرې د ژوند کولو ساحه راتنګه کړې ده."

دوی د هغه حقونو غوښتنه کوي،" چې د افغانستان په نورو زندانونو کې زندانیانو ته ورکول شوي."

 خو د هلمند مرکزي زندان مرستیال امر ډګروال راز محمد خان دا خبره نه مني، چې زندانیانو دې خولې ګنډلې وي.

 دی وایې، د زندانیانو ډېرې ستونزې یې حل کړي دي.

هغه مني چې په زندان کې دننه یو شمېر زندانیانو د  امنیت شورا د هغې پرېکړې پر اساس غبرګون ښودلی و، چې ویل شوي، سیاسي بندیان دې مرکز کابل ته رانتقال کړای شي.

په همدې حال کې سلام وطندار داسې انځورونه هم تر لاسه کړي، چې په کې ښودل کيږي ډاکټران د اعتصاب کوونکو زندانیانو درملنه کوي.   

له بل لورې د هلمند د ولایتي شوراغړي او د هلمند مدني ټولنو فعالان هم د همدې ستونزې د هواري له پاره د زندان لېدنه کړې او وایي، د زندان له مسولینو سره یې د یو شمېر زندانیانو د ستونزو په اړه خبرې کړي او ډېر ژر به یې ستونزې حل شي.

د هلمند مرکزي زندان، چې د سردار داود خان د واکمني پر مهال د هلمند سیند پر غاړه، د تاریخي کلاوو ترڅنګ د ډبرو په دېوالونو پوښل شوی؛ دا مهال په کې شاوخوا۱۴۰۰ تنه زندانیان د بند شپې او ورځې تېروي، چې شاوخوا ۵۰۰ تنه یې سیاسي بندیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام