د هلمند لوړ پوړي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالحمید قاریزاده يې د فساد په تور څارنوالۍ ته پېژندلی دی.
د یاد ولایت د حج او اوقافو پر مشر تور دی، چې هغه په دنده کې ناغیړي کړې او په اداري فساد ککړ دی.
د هلمند والي حیاتالله حیات نن (۵ شنبه جون ۱) د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چېد هلمند د حج، اوقافو او ارشاد رییس د درې مهمو تورونو له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی او اوس بندي دی.
حیات زیاتوي قاريزاده دنده کې د غفلت، له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه، حج ته د معلمینو په توګه د خپلوانو لیږل او د حج په بهیر کې د فساد تورونه لګېدلي دي.
والي زیاتوي، چې په هلمند کې د ملي اردو او ملي پولیسو یو شمېر اړوندان هم د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي.
د نوموړي پر وینا، ۲۱۱ شاوخوا د اردو افسران څارنوالۍ ته معرفي شوي، چې څو تنه يې پولیس هم دي.
خو د توقیف په اړه يې نیوکه لري او زیاتوي، چې د توقیف کېدو په باب يې سم چلند نه دی شوی.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د هلمند د حج، اوقافو او ارشاد رییس نظر هم واخلو خو هغه دا مهال په زندان کې دی او اړیکه نه ورسره نیول کېږي.
حج ته د لېږلو په بهیر کې پخوا هم ستونزې وې، څو کاله مخکې د وخت د حج او اوقافو ځایناستی وزیر محمد صدیق په دغه بهیر کې د سلګونه زره ډالرو درغلۍ رسوایي له امله بهر ته وتښتېد او لاهم هېواد ته د قضایي تعقیب له وېرې نه شي راتلای.