د هلمند د برید قربانیانو شمېر ۴۸ تنو ته ورسېد

په لښکرګاه کې د بزګر ورځي د جشن نمانځلو مراسمو کې دوو پرله‌پسې چاودنو ۴ تنه وژلي او ۴۸ نور يې ټپیان کړي‌دي.

پرون امنیتي چارواکیو ویلي وو چې په‌دې برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپيان شوي‌دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودېدونکي توکي د خرما ونو کې ـ چي د نندارې له‌پاره اېښودل شوې‌وې ـ ځای‌پرځای شوي‌وو. د ښاغلي ځواک په وینا، لومړۍ چاودنه د مراسمو ځای ته د والي له رسېدلو سره سمه رامنځته کېږي او دویمه هغه له لومړۍ چاودنې څو ثانیې وروسته رامنځته کېږي.

بله‌خوا د هلمند د څلورمې سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل ـ چې خپله هم په یاد برید کې ټپي شوی ـ وايي یوه جوړه شوې تحفه ډوله ګلدانۍ چې د یو ړوند کس په لاسه کي وه، چاودنه کړې.

د ده په خبره، چاودېدونکي توکي د والي خوا ته لېږدول کېدل؛ خو خوش‌بختانه چې هلته ونه رسېدل.

همدراز د پېښې عیني شاهدان وايي، تر چاودنو وروسته مېشتو امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې ممکن ډېری کسان په همدې ډزو کي هم لګېدلې وي.

دا ـ چې اصلاً پیښه څه ډول رامنځته شوې ـ د هلمند د والي ویاند وايي، ولایتي ادارې د پېښې د جدي وڅېړلو او د هغو د پایلو له شریکولو له‌پاره یو پلاوی ټاکلی دی.

ورته مطالب:

له هلمنده د ولسي جرګې نوماند جبار قهرمان په چاودنه کې ووژل شو

د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې موټربم بريد شوی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام