د هلمند ولایت چارواکي وايي، دوی د دغه ولایت خانشین ولسوالۍ هغه سيمې بېرته نيولي، چې له دې وړاندې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه.
د یاد ولایت ویاند عمر ځواک وايي، هغه عمليات چې ددې ولسوالۍ د ځينوسيمو د بيرته نیولو په موخه پيل شوي پکې د ملي اردو، سرحدي، ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه برخه لري.
نوموړی وايي، چې دغو ګډو ځواکونو ددې ولسوالۍ له ولکې وتلې سيمې يې د یکشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې بيرته نيولې دي.
د نوموړي په خبره چې اوس هلته امنيتي پوستې ځای پرځای کيږي او سیمې به وساتل شي.
نوموړی وايي، چې د دغو عملياتو له پاره کافي ځواکونه ورغلي دي.
په ورته وخت کې د هلمند اوپراتيفي مسؤل عبدالجبارقهرمان او د سرحدي لیوا قوماندان الله نورخان هم ددې ولسوالۍ د بيرته نيولوپخلی کوي.
له بل لوري د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، چې په خانشين کې له عملياتو خبرشوي، خو د دوی په وینا لاهم د ولسوالۍ مرکزدولتي ځواکونونه دی نيولی او وسله وال طالبان له هغه سيمې وتلي دي.
دولایتی شوراغړی بریالی نظری او عطاالله افغان وایي، چې په سیمه کې خپله طالبانو یوشمیر سیمې افغان دولت ته پرې ایښي دي.
نوموړی وایي، که چیرې افغان دولت مرکزي سیمې هم ونیسي دا به یو لوی زیری وي.
اخوا له سيمې څخه ځينې سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، په خانشين ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين ترسختوهوايي بريدونولاندې راغلي اوله همدې امله اړشوي، چې پخپله ددې ولسوالۍ له مرکزڅخه په شا شوي دي.
یاده دې وي، چې خانشین ولسوالي شاوخوا لس ورځې وړاندې د وسله والوطالبانود يولوی بريد په ترڅ کې نيولې وه، چې د دولتي ځواکونوله لوري بيرته ددې ولسوالۍ د نيولو له پاره د شنبې په ورځ عمليات پيل شول.
خو د ولايتي شورا غړي وايي، چې وسله وال طالبان يوازې د ولسوالۍ له مرکزڅخه وتلي اوتراوسه پورې د ولسوالۍ ودانۍ ته څوک نه دي د ننه شوي اوامنيتي ځواکونه يې په شاوخوا راګرځيدلي دي.
خانشين د لښکرګاه په لويديځ کې له ګاونډي هيواد پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده، چې د تيروڅلورومياشتوراپه ديخوا دوه ځله د وسله والوطالبانوله خوا ونيول شوه.
یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.