د هلمند اوسیدونکي: د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان فاسد دی

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي نن پنجشنبه(می ۲۶مه) کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ګرمسیر امنیه قوماندان تیمورشاه په غلا، د نشه يي توکو په قاچاق او اخلاقي فساد تورن کړ.

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ یو شمیر دیني عالمان، قومي مشران او ځوانان وایي، چې د ګرمسیر امنیه قوماندان د مدیریت وړتیا نه لري او له دولتي صلاحیتونو او امکاناتو ناوړه استفاده کوي.

د ګرمسیر دغه اوسیدونکي، چې شمېر ۸۰ کسانو ته رسیږی ادعا کوي چې د دغه ولسوالۍ امنیه قوماندان تېمورشاه او ورسره کسان یې پر دوی ظلم زیاتي ترڅنګ له ماشومانو او تنکي ځوانانو يې جنسي استفاده کوي.

د دغو معترضینو په وینا، دوی څلور میاشتې مخکې ددې ولسوالۍ له امنیه قوماندان څخه مرکزي حکومت ته خپل شکایت رسولی و، خو حکومت ورته هیڅ پام و نه کړ.

دغه اعتراض کوونکي زیاتوي، که حکومت یې غوښتونو ته پام و نه کړي، پراخ مدني حرکتونه به پیل کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، چې د ګرمسیر ولسوالۍ د یو شمیر اوسیدونکو د شکایتونو  او اسنادو پر بنست د ولایت مقام د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان له دندې ګوښه کړی.

ځواک له هغو معترضینو هم ګیله وکړه، چې خپل شکایت یی کابل ته راوړی او زیاته یې کړه، مخکې له دې چې دا موضوع مرکز ته لاړه شي باید سیمه ییز چارواکي په جریان کې اچول شوي وای.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام