د هرات په زندان کې یو بندي ځان په دار ځړولی

د هرات ښاري څارنوالۍ رییس ګل احمد رامش سلام وطندار ته وویل، چې دغه بندي عبدالقیوم نومیږي او د خپل ورور د قتل په تور په شینډنډ ولسوالۍ کې په ۱۲ کاله بند محکوم شوی و.

ده زیاته کړه، چې نوموړي ۲ کاله د بند موده تېره کړې وه.

د رامش پر خبره عبدالقیوم دوې ورځې وړاندې د زندان له امنیتي مسولین نه غوښتنه کړې وه، چې دی د زندانیانو څخه جلا او يواځې په یو اطاق کې بند کړي.

کله چې دی یې دغو خونې ته ولیږداوه، نو تېره ورځ یې د خپل دستمال په وسیله ځان زندۍ کړی و.

د هرات ښار څارنوالي د دې کار لامل رواني ستونزې په ګوته کوي او وايي، چې له دوو کلونو راهیسې د کورنۍ هیڅ غړی یې پوښتنې نه و راغلی او له همدې امله ورته رواني ستونزې پیدا شوې وې.

په سیمه کې د سلام وطندار خبریال هڅه وکړه، چې د زندان د مسولینو سره خبرې وکړي، خو دوی له خبرو ډډه وکړه. 

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په اوږدو کې څو ځلې د هرات ولایت زندانیانو د دوی دوسیو ته د نه پاملرنې او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد شتوالي له امله اعتصاب کړی و او خپلې خولې یې ګنډلې وې.

دمګړۍ د هرات ولایت په زندان کې ۲۰۰ ښځینه او له ۳ زرو زیات نارینه بندیان موجود دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام