د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د سروې کولو چارې د یو میلیونو او ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت پیل شوې.
د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي، چې د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د افغانستان د اقتصادي ودې او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د افغانستان په نښلولو کې خورا مهم ګام دی.
ده د پروژې له پلي کوونکو غوښتل، چې په چټکتیا او خورا دقت سره دغه چارې مخ ته یوسي.
رحیمي وايي، چې دغه پټلۍ به د کشک کهنه، کشک رباط سنګی، ګلران، انجیل او له ګذره ولسوالیو تېره شي، چې له تورغندۍ نه د شینډنډ تر هوايي ډګره به د ۲۰۰ کیلو متره په اوږدو دغه ټپلۍ جوړه شي.
دی وايي، ټاکل شوې ده، دغه پټلۍ د هرات ښار له تېرېدو وروسته د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ سره ونښلول شي، چې په دې ترتیب سره به افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.
د هرات والي وايي، له دې مخکې په دغه ولایت کې د اوسپنې پټلۍ ۷۰۰ کیلومتره ماسټرپلان تدوین شوی وو، چې دغه ملي پروژه به د افغانستان ولایتونه له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي.