د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وايي چې د ياد روغتون ۶۰ سلنه کارکوونکي چې د رهبرۍ غړي، روغتيايي متخصصان، ډاکټران، نرسانې او خدماتي کارکوونکي په کې شامل دي، پر کورونا ويروس اخته شوي دي.
د ياد روغتون سرطبیب عارف جلالي چې خپله هم پر کورونا ويروس اخته شوی سلاموطندار ته وايي، د ياد روغتون يو شمېر نور کارکوونکي هم د کورونا ويروس شکمنې نښې لري چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې يې د کورونا ازموينه وشي.
جلالي وايي، يو شمېر ډاکټرانو د قرنطين دوره تېره کړه او بېرته کار ته راوګرځېدل؛ خو په دې هڅه کې دي چې ناروغانو ته رسېدنې لپاره نوي کارکوونکي وګماري.
د نوموړي په وينا، هرات حوزوي روغتون کې بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان کار کوي.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې اوس مهال د کورونا ويروس مثبتې پېښې ۱۷ زره او ۲۶۷ ته رسېدلې دي چې له دې ډلې ۳۱۱۷ يې په هرات کې دي.