د نیپال هېواد الوتکه د ۲۳ تنو سپرلیو سره تری تم شوې

د نیپال هېواد چارواکو ویلي دي، چې د دغه هېواد یوه کوچنۍ الوتکه د ۲۳ تنو سپرلیو سره تری تم شوې ده او په دې الوتکه کې ۱۸ تنه نیپالي، ۲ لویدیځوال او۳ تنه د الوتکې کارمندان سپاره وو.

دغه الوتکه د نیپال له پلازمېنې کېتماندو نه د جوسوم په لور تلله، چې د کاپورا غره په سیمه کې د پوکارا څارونکي رادار له څپو نه ورکه شوه.

دغه معلومات نن (چهار شنبه) د دغه هېواد مسوولو چارواکو له رسنیو ته ورکړي دي.

د روېټرز د راپور پر بنسټ د پوکارا هوايي میدان یو چارواکي یوګاندارا له قوله ویلي دي، چې د ژوغورنۍ ټیم د پوکارا غرونو ته ورغلي دي او له ساعتونو پلټنې وروسته بیا هم الوتکه یې پیدا کړې نه ده.

د دې الوتنې مسوولیت د تارا هوايي شرکت په غاړه وه.

ورکه شوې الوتکه د تفریحي سفر په موخه د ۲۰ دقیقو له پاره د دغه هېواد مرکزي غرونو ته تلله.

سره له دې، چې نن سبا د هوا له لارې لېږد رالېږد کم لګښته او خوندي ده، خو نیپال مخ پر ودې هېواد دی او دوی د لېږد رالېږد له پاره له زړو الوتکو کار اخلي او د الوتکو ولېږدو له زیاتو پېښو مخ وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام