د نیوزلنیډ په کریستچرچ ښار کې څوو وسلهوالو کسانو د جمعې د لمانځه پرمهال پر لمونځکوونکیو ډزې کړېدي.
د نیوزلینډ لومړي وزیر جسینډا ارډرن ویلي چې پهدې پېښه کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شويدي. د ده په وینا، د پېښې په تړاو ۴ تورن کسان نیول شوي چې یو یې اسټرالیوي دي.
ښاغلي ارډرن زیاته کړې چې وسلهوالو کسانو په دوو بېلابېلو جوماتونو کې پر لمونځکوونکیو ډزې کړي چې له پېښې ۲۰ جدي ټپيان روغتونونو ته وړل شوېدي چې روغتیايي وضعیت یې خراب دی.
د نیوزلینډ چارواکي وايي چې د کریستچرچ د مرکز په النور جومات کې ۳۱ تنه وژل شوي، ۷ تنه د لینوود په جومات کې وژل شوي او ۳ تنه هم د همدې جومات نه بهر وژل شوېدي.
د پېښې په تور په نیولو شویو کسانو کې یو ۲۸کلن سپينپوستي اسټرالیوي د دې پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دی نیوزلینډ ته یوازې د همدې کار لهپاره په پلان روزل شوی او ورغلی و.