د نړۍ ۸۲ سلنه شتمني د یو سلنه کسانو په لاس کې

د اکس فام په نوم د خیر ښېګنې برېتانوۍ موسېسې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه تازه کلنی رپوټ خپور کړی، چې ښيي د ټولې نړۍ ۸۲ سلنه شتمني د یو سلنه شتمنو خلکو په لاس کې ده.

د اکس فام ریپوټ پربنسټ د ۲۴ کسانو شتمني چې د شتمنو نوملړ په سر کې ځای لري د ټولې نړۍ ۵۰ سلنه بېوزلو کسانو له پانګې سره برابره ده؛ دا داسې مهال ده چې تېرکال د ۶۱ کسانو شتمني د نړۍ د ۵۰ سلنه بېوزلو کسانو له شتمنۍ سره برابره وه.

د اکس فام موسېسې اجرایوي مدیر ویني بیانیما وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ بیلیونرانو هر یو خپله شتمني ۷۲۶ بیلیونه ډالره زیاته کړې چې په دې سره په نړیواله کچه ۷ سلنه بېوزلي راکمولی شو. د ده په وینا، د پانګې دومره زیاتوالی د اقتصادي سیستم ماتې په ګوته کوي.

د اکس فام اجرایوي مدیر زیاتوي، شرکتونه او پانګوال له خلکو په ناوړه ګټنې سره چې د کالیو په جوړښټ، د خوراکي توکیو پروسس او د سوداګریزو توکیو په عرضه کې پر چارو بوخت دي ناوړه ګټنه کوي او خپله ګټه زیاتوي.

د یاد ریپوټ په یوه برخه کې راغلي چې د کارکونکیو حقونو کموالی او د تولید ماشیني کېدل په نړۍ کې د اقتصادي نابرابرۍ یو له مهمو لاملونو دي.

د اکس فام خیرښېګڼې موسېسه د شتمني وېش او اقتصادي درز له منځه وړلو په موخه د کارګرانو حقوقو زیاتولو لارو چارو، د مالیو ورکړې له پروګرامه ګټنې او په ټوله نړۍ کې د دولتونو له‌خوا د عمومي پروګرامونو پیلولو وړاندیز کوي.   

همدا اوس په نړۍ کې ۲۰۴۳ بیلیونران شته چې له دې ډلې ۹۰ سلنه یې نارینه دي. 

د دې موسېسې د ۲۰۱۶ کال کلنی ریپوټ ښیي چې د نړۍ ۸ نارینه پانګوال لکه بېل ګیتس او مایکل بلوم بېرګ د ۳،۶ میلیونو کسانو په اندازه پانګه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام