د لوېدیځ نورستان د درېيو ولسوالیو اوسېدونکي د لغمان ـ نورستان د لویې لارې د امنیت خوندیتوب په موخه د قومي شورا جوړولو په هڅه کې دي.
د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د دغه ولایت د لوېدیځ نورستان یو شمېر قومي مشران، دیني عالمان او ځوانان نن (شنبه می ۲۸مه) په یوې غونډې کې وویل، چې د نورستان درې ولسوالۍ د لغمان ولایت له مرکز مهترلام سره ۴۵کیلومتره لار لري له یو کال راهیسې ناامنه ده او دغې ناامنۍ د دې ولسوالیو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
منډول، نورګرام او دواب د نورستان هغه درې ولسوالۍ دي، چې قومي مشران یې هڅه کوي، چې د قومي شورا له لارې د نورستان – لغمان لارې امنیت خوندي کړي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکو په دې غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د لغمان خلکو سره د ګډې شورا په جوړلو سره د اوسنيو ناامنیو په مقابل کې مبارزه وکړي.
مشرانو له خلکو وغوښتل، چې د امنیت د ټینګښت له پاره د افغان امنیتي ځواکونو په څنګ کې ودرېږي.
نورستان د افغانستان له سرحدي ولایتونو ګڼل کيږي، چې د سختې جغرافیې لرونکی دی.
د نورستان ولایت د لوېدیځ نورستان د دغو درې ولسوالیو خلک له لغمان او د ختېځو او مرکزي ولسوالیو خلک یې بیا خپلې اړتیاوې د کونړ ولایت له بازاره پوره کوي.