د ننګرهار په ۵ ولسوالیو کې ښايي ټاکنې ونه‌شي

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې لوړ امنیتي ګواښونه دي او ښايي په‌کې ټاکنې ونه‌شي.

د ننګرهار امنیې قومندان غلام‌سنايي ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت ونیسي، خو ځینې هغه یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، شېرزاد، حصارک، اچین، نازیان او خوږیاڼي ولسوالیو کې لوړ او په مومندره، غني‌خېلو او بټي‌کوټ ولسوالیو کې متوسط امنیتي ګواښونه دي چې د ټاکنو پر پروسې اغېز کوي.

په  همدې حال کې د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د مالوماتو له مخې، دې ولایت کې په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره په ۳۹۴ مرکزونو کې نوم‌لیکنه شوې ده.

د یاد دفتر رییس احمدداوود صدیقزاده وايي، د دې ولایت په حصارک او شېرزاد ولسوالیو په ګډون، یوشمېر نورو سیمو کې ځینې ټاکنیز مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي چې د ځمکې له لارې ورته ټاکنیز توکي وړلی نه‌شو.

بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي سبحان‌الله او حمیدالله وايي، د اندېښنو او احتمالي بریدونو سره سره به په ټاکنو کې ګډون کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې، ننګرهار کې د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره ۸۱۸ زره کسانو نوم‌لیکنه کړې چې ۲۶۶ زره یې ښځینه دي.

له ننګرهاره ولسي جرګې ته یوشمېر نوماندان، په ځانګړي ډول ښځینه هغه وايي چې د امنیتي ستونزو له کبله په ډاډه زړه کمپاین کولی نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د نوماند ناصرخان مومند پر ټاکنیز دفتر ځانمرګی برید وشو چې ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام