د ننګرهار په چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۶ ټپیان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي، د دغه ولایت په ښېوې ولسوالي کې د جنازې مراسمو پر مهال شوي ځانمرګي برید کې د ولايتي شورا د غړي لالاخان ملکزي په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او د هغه د پلار او د ولسي جرګې د غړي ملک قیس نوراغا په ګډون ۵۶ نور ټپیان دي.

عطاالله خوږیاڼی وايي، ځانمرګی برید د دغې ولسوالي لپاره د سیمه‌ییزو پولیسو د مخکیني قوماندان شیخ اکرم د جنازې تر لمانځه څو شېبې دمخه شوی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وايي، تر اوسه د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته ۱۲ جسدونه او ۵۶ ټپیان وروړل شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، ځانمرګی برید داسې مهال وشو چې د شیخ اکرم جنازې ته ګڼ‌شمېر خلک ور ټول وو.

د معلوماتو له مخې، د شیخ اکرم جنازې ته د یادو دوو وکیلانو تر څنګ، جهادي مشر او په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو بل استازی حضرت‌علي هم ورغلی و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.شیخ اکرم تېره شپه د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی و.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

تر دې وړاندې همدا نن د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه ۱۰۰ بستریز روغتون ته وسله‌وال ننوتي او نښته اوس هم روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام