د ننګرهار ولایت مسوولین وايي، چې د دې ولایت ملي راډیو تلوېزیون پر ودانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی دی.
د ننګرهار والي ګلاب منګل رسنیو ته وویل، په دې درې ساعته نښته کې ۶ تنه سرتېري او مامورین وژل شوي دي.
ګلاب منګل وايي، برید کې څلور تنه ځانمرګي برید ګر هم وژل شوي دي.
والي وویل، په دې پېښه کې ۶ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ټپيان شوي، چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د ننګرهار ملي راډیو تلوېزیون دوو خبریالانو شاکرالله ساپي او عبدالصبور صمدي د سترګو لیدلی حال بیانوي، وايي، چې: "ځانمرګو بریدګرو په هر چا ډزې کولې؛ خو د دوی زیاترو همکارانو د راډیو تلویزیون له دویمې دروازې ځانونه وویستل."
د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې اخیستی دی.
دغه برید داسې مهال وشو، چې دوه ورځې مخکې امنیتي ادارو د راډیو ټلوېزیون کارکوونکو ته پر دوی د برید خبرداری ورکړی و.
لومړني جزیات
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ نیمې بجې د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون ته ځانمرګي بریدګر ننوتي دي.
د ننګرهار د ولایت مقام ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، چې بریدګر د ملي راډیو ټلوېزیون له ودانۍ نه له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي. د خوږیاڼي په خبره، د تلفاتو په اړه کره جزیات نهلري.
د ده پر وینا، افغان ځواکونه هڅه کوي، چې بریدګر له منځه یوسي.
د ولایت مقام ویاند زیاته کړه، چې د ملي راډیو ټلوېزیون ځېنې غړي په ودانۍ کې دننه خوندي دي.
له سیمې نه عیني شاهدان وايي، چې همدا شېبه د ملي راډیو ټلوېزیون غټه چاودنه شوې او شاوخوا ټول هټي بند شويدي. دوی وايي، چې اوسمهال هم په سیمه کې جګړه روانه ده.
د ننګرهار ملي راډیو ټلوېزیون وداني د ښار له ګڼې ـ ګوڼې نه په ډک ځای کې موقعیت لري، چې شمال خوا ته یې د ننګرهار ماڼۍ او د ولایت مقام مقرونه پراته دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پهدې اړه څه نهدي ویلي.