د نفتي توکو او ګازو واردوونکو ټولنه د اوبلن ګاز بیې لوړېدو پړه، پر حکومت وراچوي.
د افغانستان د نفتي توکو او ګازو واردوونکو ټولنې رییس اذرخش حافظي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ژمي موسم له پیل مخکې د دې له پاره د ګازو بیې زیاتې شوې، چې حکومت په خپلو زېرمو کې شته اوبلن ګاز بازار ته وړاندې نه کړل.
اذرخش حافظي وايي، سره له دې چې د نفتي توکو تصدۍ ۱۵ زره ټنه ګاز په زېرمو کې لرل بازار ته یې وړاندې نه کړل.
حافظي وویل، چې دولت دې د نفتي توکو او ګازو کنټرول او څارنه یوې ملي ادارې ته وسپاري او زیاته یې کړه، چې د بې کیفیته او چاپېریال ته د مضرو توکو تولید مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د نفتي موادو د تصدۍ مشر ولید تمیم بیا دا نیوکه مني او وایي، چې په خپلو زېرمو کې شته اوبلن ګاز ځکه بازار ته وړاندې نه کړ، چې په ژمي کې له دې اړخه ستونزه رامنځته نه شي.
تمیم زیاته کړه، دوی ستراتیژیکې زیرمې نه لري، خو احتیاطي زیرمې لري، چې کله بازار کې ګاز نه وي بیا له هغو کار واخلي.
نوموړی وايي، د ګازو بیه د پخوا په پرتله ډېره را ټیټه شوې او تر راتلونکې اونې به نوره هم راټیټه شي.
تمیم وویل، پخوا یو کیلو اوبلن ګازو ۷۵ افغانۍ و، خو اوس دا بیه ۵۲ افغانیو ته راټیټه شوې.