د نشه‌يي توکیو او مسکراتو جرمونه ۵۰ سلنه ډېر شوي

د نشه‌یي توکیو او مسکراتو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز نن په کابل کې د ۱۳۹۷ کال کاري راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د هېواد په کچه د ۱۳۹۷ کال په ټولو ۸۱۰ قضیو کې ۱۱۵۳ کسان د نشه‌یي توکیو او مسکراتو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

دغه شمېر کسان د نشه‌یي توکیو پر ضد د مبارزې پولیسو نیولي او دوسیې یې تر څېړنو لاندې دي.

د نشه‌یي توکیو او مسکراتو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند خالد موحد خبري غونډې ته وویل، په ۱۳۹۷ کال کې له قاچاقیانو ۲۴۸ نقلیه وسایط، ۱۵ موټرسایکلونه، ۱۱۶۹ بېلابېل ډوله موبایلونه او ۵۹ میله ډول ډول وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او مصادره شوې دي.

موحد زیاتوي، په دې موده کې د قاچاقیانو ۶۳۳۲۶۵۰ افغانۍ او ۲۲۷۰۴۰ امریکايي ډالر هم ضبط، مصادره او د افغانستان بانک قطعي حساب ته تحویل شوي دي.

اړوند مطالب:

جوزجان؛ ښځې او ماشومان نشه‌يي توکي پلوري

کندهار کې د نشه‌يي توکیو کښت نږدې ۵۰ سلنه کم شوی

د نشه‌يي توکیو تولید پر لابراتوارونو د امریکايي الوتکو بمبارۍ طالبان کمزوري نه کړل

موحد دا هم وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د نشه‌یي توکیو او مسکراتو پر ضد مبارزې لومړۍ محکمې ۱۰۰۰ کسانو ته چې ۳۸ یې د حکومت کارکوونکي، ۴۴ ښځینه او ۵ بهرني وګړي وو، د یادو قضیو په تړاو له یو کال او ۶ میاشتو تر ۲۱ کلونو او ۹ میاشتو پورې بند محکوم شوي دي.

همدا راز د نشه‌یي توکیو او مسکراتو پر ضد د مبارزې استیناف محکمې ۶۰۵ کسان چې ۱۸ ښځینه او ۲۹ نور د عامه خدمتونو کارکوونکي وو، د ۴۷۱ قضیو په تور په بېلابېلو تنفیذي بندونو محکوم کړي دي.

د موحد په وینا، د یادې ادارې د څېړنو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله د نشه‌يي توکیو او مسکراتو قضیې ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

دغه راز د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې  ځانګړې ابتدایې محکمې د اړینو دلیلونو نه موجودیت له کبله ۱۷ کسانو ته چې ۳ د حکومت کارکوونکي، ۳ ښځینه او ۱۱ عادي وګړي دي، برائت ورکړی دی.

دغه راز د استیناف ځانګړې محکمې هم په‌دې موده کې ۶۴ کسانو ته چې یوه یې ښځه، ۱۵ د حکومت کارکوونکي او ۴۸ نور عام وګړي وو، د اړینو دلیلونو نه موجودیت له امله بې‌ګناه بلل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام