د ناټو نوی ملکي استازی «نیکلاس کی» کابل ته راغی

نیکلاس کی د ناټو پخواني ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن پر ځای په کابل کې دندې ته راغی.

ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیکلاس کی په افغانستان کې د نورو شریکانو د اړیکو د تامینولو ترڅنګ د دې سازمان د سلاکارۍ دنده په غاړه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو سازمان نوی ملکي استازی به د حکومت له مشرانو، پارلمان له غړیو، د نړۍ‌والې ټولنې له استازیو، مدني فعالانو او د نړ‌ۍوالو غیردولتي سازمانونو سره له نږدې همکاري ولري.

د ناټو نوي ملکي استازي کابل ته له راتګه مخکې ویلي، د افغانستان له سولې د ناټو ځواک ملاتړ د اعلانولو هڅه کوي.

ښاغلی نیکلاس کی وايي چې افغانان تمه لري چې په ۲۰۱۹ کال کې سوله راشي او ناټو به په‌دې هېواد کې د سولې په اړه خپل ملاتړ حتمي پیل کړي.

په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي له‌دې مخکې یو کال په کابل کې د بریتانیا سفیر و او همدارنګه د جنوبي اسیا په ادارې کې د افغانستان او پاکستان د برخې رییس هم پاتې شوی‌.

ښاغلی کی یو څه موده په سومالیا کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی هم و.

کورنلیوس زیمرمن له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی و.

 

ورته مطالب:

په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د سلام وطندار ځانګړې مرکه

زیمرمن: د بهرنیو ځواکونو وتل، له افغان سولې سره تړلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام