د ناټو ملکي استازی: وروسته له‌دې سوله او جنګ یوځای مخته وړو

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر زیمیرمن نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وروسته له‌دې په افغانستان کې سوله او جنګ یوځای مخته وړي.

د دې خبري غونډې موخه په افغانستان کې د ناټو د څلورو لویو ملاتړو هېوادونو ترمنځ همغږي او د جګړې نقشې وړاندې‌کول بلل شوي‌دي. دا څلور لوی هېوادونه، امریکا، جرمني، ترکیه او ایټالیا دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر وايي، طالبانو هم په‌دې اړه یقیني شوي چې د هغوی بری په سوله کې ده‌ نه په جنک کې.

د ښاغلي زیمیرمن په وینا، د پوځي، ټولنیزو او سیاسي فشارونو او د جګړې دیني مشروعیت تر پوښتنې لاندې تللو له امله طالبان خپلو موخو ته د رسېدو له‌پاره سوله یوازینۍ لار بولي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جان نیکلسن د سلام وطندار خبریال د پوښتنې په اړه چې له طالبانو نه د روسیې او ایران ملاتړ د داعشیانو د ځپلو له‌پاره نه‌‌دی؛ وویل روسیه او ایران باید دا تصور ونه‌کړي چې له داعشیانو سره د مبارزې حل‌لاره له طالبانو ملاتړ کول دي.

د ښاغلي نیکلسن په وینا، د داعش اصلي جوړښت پاکستاني طالبان جوړوي او دغې ډله کې د عربانو، چیچنیانو، او ازبکانو حضور کم‌رنګه دی.

له طالبانو سره د سولې او جګړې خبرو مخ‌ته‌وړلو موضوع داسې وخت مطرحېږي چې له‌دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، کابل او د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زیاتېدو په غبرګون کې له‌دېې ډلې سره سوله بې‌مانا بللې وه او پر وړاندې یې د متحده‌ایالتونو په جنګي تګ‌لارې ټینګار کړی‌و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام